انطالیه 11 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف سباؤن كښې د تل پاتي او پاك توان لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سره ووئيل پاکستان د پاك توان تګلارې مخ په وړاندې بوتللو او د تل پاتي پرمختګ او موسمیاتي بدلونونو اثرات مخنيوي لپاره نړيوالو هڅو كښې خپل كردار ترسره كولو له لوظي دے، پاك توان پلو د منتقل كيدو لوظ به د اجتماعی عزم او …
پاکستان د پاك توان لپاره او د تل پاتي پرمختګ او موسمیاتي بدلون اثرات مخنيوي لپاره نړيوالو هڅو كښې خپل کردار ترسره كولو له لوظي دے۔وزیراعظم محمد شهباز شریف

مزید خبریں
انطالیه 11 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف سباؤن كښې د تل پاتي او پاك توان لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سره ووئيل پاکستان د پاك توان تګلارې مخ په وړاندې بوتللو او د تل پاتي پرمختګ او موسمیاتي بدلونونو اثرات مخنيوي لپاره نړيوالو هڅو كښې خپل كردار ترسره كولو له لوظي دے، پاك توان پلو د منتقل كيدو لوظ به د اجتماعی عزم او عملی اقدامات د لارې تر سره كول وي،پرمختللو هېوادونو له د موسمیاتی بدلونونو په اړه لوظ پوره كولو كښې مرستي كولو لپاره نړيوال مالی معاونت زياتولو او تر آرزانې ټیکنالوجی رسنه باوري كول د وخت حاجت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو د 31م موسمیاتي بدلون کنفرنس (کوپ 31) په موقع تر ’’2035 د ګرین انرجی پلو منتقل كېدل: سباؤن له د توان وركولو ‘‘ په سرخط د اعلیٰ پائې غونډي ته وينا كښې وكړه۔وزیراعظم د پاك توان پلو منتقل كېدو لپاره د پاکستان د عزم لرونكې تګلارې عمل وړاندې كړو او موسمیاتي اهداف سر كولو لپاره يې نړيوال مالی معاونت زياتولو او د آرزانې ټیکنالوجی په وركولو زور راوړو۔ وزیراعظم شہباز شریف په دې لړ كښې په هېواد كښې شوے پیشرفت رامخې ته كولو سره ووئيل د پاکستان د توان مجموعي نظام كښې د پاك توان ذريعو برخه اوس نزدې 55 فیصد ته رسيدلې ده ۔ده ګډون كوونكو ته ووئيل انطالیه ته راتللو څخه وړاندې ده د پاکستان 7م جوهري بجلي ګھر د يوې مهمي برخې پرانسته وكړه كومه چې تر ټولو جديد منصوبه ده او قامي ګرډ كښې به 1,200 میګاواټ پاكه بجلي شامله کړي۔ وزیراعظم ووئيل اوسنو كښې معارفي كړې د آټو پالیسۍ ترمخه تر ك كال 2030ء د نوو ګاړو 30 فیصده به الیکټرك ګاړو د بدلولو هدف ټاكلے شوے كوم لپاره چې د لږ ټیرف پشمول بيل مراعات وركولې شي۔ده ووئيل سباؤن كښې د حكومت د اړخه اغستلې كيدونكي ټول بسونه او موټر سائیکلی به الیکټرك وي۔ده ووئيل سږ كال پاکستان كښې خرڅو شوو هر لسو موټر سائیکلو كښې په وړومبي ځل د يو څخه زيات الیکټرك موټر سائیکلی دي۔وزیراعظم ووئيل ګرین انرژۍ پلو د منتقلۍ عمل په تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے خو مطلوبه هدفونه رس كولو لپاره مسلسل مالي معاونت ضروري دے٬ ده ووئيل پاکستان له تر كال 2035 د کم کاربن اخراج وړ بجلي پېدا كولو منصوبو لپاره نزدې 138 اربه ډالره پكار دي او په سكرو د بجلۍ پېدا كولو منصوبو په ځاې د نمر توان استعمال لپاره نورو 50 اربه ډالرو ته اړتيا ده٬ پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته په رامخې ته مالي ستونزو رڼا اچولو سره وزیراعظم ووئيل د بجلۍ ترسیل نیټ ورك ته پراختيا وركول، د توان ذخیرہ كولو جوګه د باور نظام باوري كول او جدید ټیکنالوجي د برداشت وړ جوړولو لپاره لويه سرمايه كاري پكار ده ٬ د دې زور په پورونو كښې بوخت معيشتونه نشي برداشت كولې۔ ده په نړيوالو شراکت دارو زور راوړو چې ھغوي په رعایتي شرطونو مالي معاونت باوري كړي او د ارزانې ټیکنالوجۍ منتقلۍ كښې سهولت وركړي۔ ده ووئيل د كلين انرژي په لوړ به عزم اډانه هدفونه يوازې د اجتماعي هلو ځلو او په وخت د مالي معاونت د لارې ترلاسه كېدې شي۔ وزیراعظم ووئيل تر كال 2035 به د 35 فیصد په ھغه صورت ترلاسه شي كله چې په رعایتي سرمایه او د ارزانې ټیکنالوجۍ د منتقلۍ د لارې د مالي وسائلو رسنه زمونږ د عزائمو د رفتار له مخې وي۔ ده په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې ھغوي داسې پرمختيائي ماډل خپل كړي كوم چې د ماحولياتي تحفظ او اقتصادي پرمختګ ترمېنځه توازن په ځائے اوساتي۔ ده ووئيل هېوادونو له د خپل اولس د توان ضرورتونه ترسره كولو او معیشتونو ته د ترقۍ وركولو لپاره دې عمل كښې زمكې ته زيان رسول پكار نه دي ۔ وزیراعظم ووئيل راځۍ چې! لوظ وكړٶ چې مونږ به خپلو اولس په غربت ته ورڅېرمه كولو نه غېر خپلو معيشتونو ته توان وركوٶ او د کرہ ارض تاریك كولو نه غېر به خپل كورونه روښانه كوٶ۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د كلين انرژي پلو د منتقلۍ لوظ به د اجتماعي عزم او د عملي اقدامات د لارې پورا كول وي۔ وزیراعظم د دې عزم پخلے وكړٶ چې پاکستان د كلين انرژي خپله اېجندا مخ په وړاندې بوتللو او د تل پاتي پرمختګ او موسمیاتي بدلون اثرات مخنيوي لپاره په نړيوالو هلو ځلو كښې خپل كردار لوبولو لپاره عزم لري۔











