د ګورنر فيصل کريم کنډي او وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه په مشرۍ كښې د ډيجيټل ماسټر پلان او نيشنل ډيجيټل کميشن په اړه غونډه

  پېښور 11 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي او د آئي ټي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه په صدارت كښې  په ګورنر هاٶس كښې د ډيجيټل ماسټر پلان او نيشنل ډيجيټل کميشن په اړه غونډه وشوه۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په غونډه كښې د سائنس و انفارميشن ټيکنالوجۍ سلاحكار عثمان سيف الله، چيف سيکرټري ډاکټر فخر عالم عرفان، د سائنس …

 

پېښور 11 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي او د آئي ټي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه په صدارت كښې  په ګورنر هاٶس كښې د ډيجيټل ماسټر پلان او نيشنل ډيجيټل کميشن په اړه غونډه وشوه۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په غونډه كښې د سائنس و انفارميشن ټيکنالوجۍ سلاحكار عثمان سيف الله، چيف سيکرټري ډاکټر فخر عالم عرفان، د سائنس و انفارميشن ټيکنالوجۍ سيکرټري نثار احمد پشمول اړوند وفاقي او صوبائي چارواكو ګډون كولو۔ د غونډې ګډون كوونكو ته ډيجيټل نيشن پاکستان او د نيشنل ډيجيټل ماسټر پلان په اړه تفصيلي بريفنګ وركړٶ۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول  په نيشنل ډيجيټل کميشن كښې څلورو واړو صوبو ته نمائندګي وركړې شوې ده او د وفاقي حكومت په انتظام كښې ګرد هېواد كښې 500 ډيجيټل پليټ فارمز فعاله دي او په خېبرپښتونخوا كښې دا مهال 150 ډيجيټل پليټ فارمز کار كوي۔ په دې موقع ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل ډيجيټلائزيشن د وخت مهم ضرورت دے او د پاكستان په ودانۍ كښې او بيا د ځوانانو په آبادۍ كښې د خېبرپښتونخوا برخه ښكاره ده٬ د ځوانانو صلاحيتونه او توان به مثبت او ګټورو هلو ځلو پلو راغب كول وي٬ مونږ غواړو چې ځوانان او مېرمنو ته جديد آئي ټي سكلز وركولو سره دوي په معاشي توګه خپلواكه كړې شي۔ د وفاقي حکومت سره په ګډه صوبه او د هېواد پرمختګ لپاره به مشتركه اقدامات كوٶ۔ وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه په خېبرپښتونخوا كښې د آئي ټي څانګې ته د رامخې مسئلو حل لپاره د ممكنه مرستې باور وركولو سره ووئيل  وفاقي حکومت به صوبائي حکومت ته د آئي ټي په څانګه كښې د رامخې ته مسئلو حل لپاره هر ډول ممكن مرسته وركوي۔ دې ووئيل  د ډيجيټل سکلز پروګرام له مخې د خېبرپښتونخوا اته لكه ځوانانو ته تربيه وركړې شوې ده٬ ځوانان او مېرمنې اختيار مندې كولو لپاره به نور اقدامات كوٶ٬ مونږ هڅه كوٶ چې ځوانان او مېرمنې په كور ناستې سره د آن لائن روزګار موقعې ترلاسه كولو سره آمدن اوګټي۔

مزید خبریں