اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره د سندھ ګورنر سيد محمد نهال هاشمي د ريلوے وزارت كښې مهم ملاقات وكړو ۔د ملاقات په مهال د شريكي خوښې په چارو او پاكستان ريلوے كښې د ښه والي په اړه په بيلو چارو په تفصيل سره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ريلوے وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې په دې موقع …
د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سره د سندھ ګورنر نهال هاشمي وليدل،د ريلوے اصلاحات او شريكي مرستي ته اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره د سندھ ګورنر سيد محمد نهال هاشمي د ريلوے وزارت كښې مهم ملاقات وكړو ۔د ملاقات په مهال د شريكي خوښې په چارو او پاكستان ريلوے كښې د ښه والي په اړه په بيلو چارو په تفصيل سره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ريلوے وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې په دې موقع د سندھ ګورنر سيد محمد نهال هاشمي د پاكستان ريلوے كښې د روانو اصلاحاتو او انتظامي و عملي ښه والي اقدامات هركلے وكړو۔د سندھ ګورنر د ريلوے په نظام كښې په جديديت، آپريشنل ښه والي او اداره جاتي اصلاحات لپاره د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي هڅي وستائيلي او په پرمختيائي اقدامات ئې د بشپړ اطمينان څرګندونه وكړه۔ملاقات كښې د سندھ ګورنر او ريلوے وفاقي وزير د قامي ادارو پرمختګ، استحكام او ښه والي لپاره شريكي مرستي ته د ودې وركولو په اهميت اتفاق وكړو۔











