د نائب وزیراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬ په لیبر قوانین د عملدرآمد د موجودہ صورتحال جاج واخستلے شو

  اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د شورو په ورځ په لیبر قوانین د عملدرآمد كمېټۍ د غونډې مشري وكړه ٬ د نائب وزیراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې د نړيوال لیبر قوانین پشمول د محنت نړيوالې ادارې (آئي اېل او) پحقله په کنونشنز او لوظونو د عملدرآمد د موجودہ صورتحال جاج واخستلے شو٬ ګډون كوٶنكو …

 

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د شورو په ورځ په لیبر قوانین د عملدرآمد كمېټۍ د غونډې مشري وكړه ٬ د نائب وزیراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې د نړيوال لیبر قوانین پشمول د محنت نړيوالې ادارې (آئي اېل او) پحقله په کنونشنز او لوظونو د عملدرآمد د موجودہ صورتحال جاج واخستلے شو٬ ګډون كوٶنكو د هېواد تګلاره د نړيوال معيار سره سمولو لپاره د ضروري ضابطه جاتی فریم ورك او د قوانین د نفاذ د طریقه کار هم جاج واخست۔ نائب وزیراعظم د پاکستان نړيوال اقتصادی روابط مضبوطولو،  برآمدات كښې مسابقتي صلاحیت زياتولو او په نړيوال تجارت كښې د پاکستان پوزیشن ښه كولو لپاره په نړيوال لېبر معيارونو د عملدرآمد په اهميت زور راوړو۔ ده ټولو اړوند چارواكو ته امر وكړو چې صوبائي حكومتونو سره نزدې رابطه او همكاري په ځائے او ساتي او ټول قامي لوظونه او ذمه وارۍ بشپړولو لپاره د ټاكلے شوې مودې پابندي وكړې شي۔ په غونډه كښې د وزیراعظم صنعت او پېدوار لپاره سلاحكار، د وزیراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ، د تجارت، سمندر پورې پاکستانیانو او د بشري حقونو وزارتونو سیکرټریز سره سره د اړوند وزارتونو او څانګو لوړو پورو هم ګډون كولو۔

مزید خبریں