لندن۔ 11 نومبر (اے پي پي) د برطانيې د ترهه ګرۍ مخ نيوي پوليس وئېلي دي د امرېكائي پوځ يو اهلكار د روس لپاره د څارنګرۍ كولو په شك نيولے شوے دے ۔ د بي بي سي تر مخه 41 كلنه پوځي اهلكار د نهې په ورځ د ګلوسټر سره نزدې ونيولے شو٬ د هغه نامه نه ده ښودلې شوې او هغه دا وخت د لندن په يو پوليس …
روس لپاره د جاسوسۍ په شك كښې د امرېكائي پوځ يو اهلكار په برطانيه كښې ګرفتار

مزید خبریں
لندن۔ 11 نومبر (اے پي پي) د برطانيې د ترهه ګرۍ مخ نيوي پوليس وئېلي دي د امرېكائي پوځ يو اهلكار د روس لپاره د څارنګرۍ كولو په شك نيولے شوے دے ۔ د بي بي سي تر مخه 41 كلنه پوځي اهلكار د نهې په ورځ د ګلوسټر سره نزدې ونيولے شو٬ د هغه نامه نه ده ښودلې شوې او هغه دا وخت د لندن په يو پوليس سټېشن كښې د حراست لاندې دے۔ د لندن كاونټر ټېررازم پوليس ووئېل دا پوځي د نېشنل سېكيورټي ايكټ 2023 د دفعه 1 او دفعه 3 تر مخه نيولے شوے دے۔ د اېكټ دفعه 1 د خوندي معلوماتو تر لاسه كولو يا څرګندولو په اړه دے۔ دغسې دفعه 3 د كوم غېر ملكي استخباراتي سروس د معاونت كولو په دے۔د بي بي سي خيال دے دا عسكر د ګلوسټر شائر په سيمه انس ورته كښې په امجن بېركس كښې تعينات ؤ۔ دا بېركس د ناټو الائېډ رېپډري ايكشن كور (اے آر آر سي) د هېډ كوارټر په توګه كار كوي۔ د ايف بي بي آئې ډائرېكټر كاش پتېل يو بيان كښې ووئېل دا مهمه ګرفتاري د څارنګرۍ تورونو سره ټراو لري ٬ كومه چې د امرېكې او اتحاديانو لپاره د ډېرې اندیښنې باعث ده۔











