د غنمو امدادي بيعه د من په  سر 4500 روپۍ مقرر، كروندګرو له به ټاكلې بيعه په هر صورت وركولې شي۔ رانا تنوير حسېن

  اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي  حکومت د غنمو امدادي بيعه د من په  سر 4500 روپۍ مقرر كړې ده، كروندګرو له به ټاكلې بيعه  په هر صورت وركولې شي۔ د خوراك وزارت لخوا د جاري بيان له مخئ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن ووئيل كروندګر دې د اېكړ په سر پېداوار زياتولو لپاره د …

 

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي  حکومت د غنمو امدادي بيعه د من په  سر 4500 روپۍ مقرر كړې ده، كروندګرو له به ټاكلې بيعه  په هر صورت وركولې شي۔ د خوراك وزارت لخوا د جاري بيان له مخئ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن ووئيل كروندګر دې د اېكړ په سر پېداوار زياتولو لپاره د سرې متوازن كارونه باوري كړي، د سرې غېر متوازن استعمال زرعي پيداوار او د زمكې ښېرازي متاثره كوي۔ ده ووئيل د خاورې د تجزيې په بنياد د سرې كارونه په پېداوار كښې د زياتوالي موثر ذريعه ده۔ ده ووئيل  معياري تخم، متوازن سره او  جديد زرعي طريقې د غنمو ښه پېداوار لپاره ضروري دي۔ ده ووئيل كروندګر دې د زرعي  پوهانو د سفارشات له مخئ د سرې استعمال باوري كړي٬ د غنمو په پېداوار كښې زياتوالي لپاره حکومت او د كروندګرو شرېكې هڅې ضروري دي۔

مزید خبریں