قام پرست ګوندونه په صوبه كښې د اولسي ګټې پرمختيائي پروژې د سياسي مخالفت سره مخ كوي۔د بلوچستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير ظهور احمد بليدي

  كوئټه 11 نومبر(اے پي پي)د بلوچستان  د منصوبه بندۍ و پرمختګ وزير ظهور احمد بليدي وئېلي دي  قام پرست ګوندونه په صوبه كښې د اولسي ګټې پرمختيائي پروژې د سياسي مخالفت سره مخ كوي۔ده بيان كښې ووئيل نيشنل پارتي هم په تېر وخت كښې  د بيلو پرمختيائي پروژو مخالفت كولو او د دې سيمې په ټاكنو كښې ګيشكور ډيم او د بليده ټاؤن پراجيكټ پشمول نورې روانې پرمختيائي منصوبې …

 

كوئټه 11 نومبر(اے پي پي)د بلوچستان  د منصوبه بندۍ و پرمختګ وزير ظهور احمد بليدي وئېلي دي  قام پرست ګوندونه په صوبه كښې د اولسي ګټې پرمختيائي پروژې د سياسي مخالفت سره مخ كوي۔ده بيان كښې ووئيل نيشنل پارتي هم په تېر وخت كښې  د بيلو پرمختيائي پروژو مخالفت كولو او د دې سيمې په ټاكنو كښې ګيشكور ډيم او د بليده ټاؤن پراجيكټ پشمول نورې روانې پرمختيائي منصوبې د متنازع جووړولو هڅې هم  د دغې سياسي طرز عمل تسلسل معلوميږي۔صوبائي وزير ووئيل سينيټر جان محمد بليدي له پكار دي چې هغه بې بنسټه تورونه د سياسي تنقيد په ځائے خپله سياسي او حكومتي كاركردګي اولس ته وړاندې كړې۔ده ووئيل زما په سيمه كښې سړكونه٬تعليمي ادارې٬روغتونونه٬واټر سپلائي سكيمونه او نورې بنيادي آسانۍ وركولو له ګڼ شمېر پرمختيائي پروژې بشپړې شوي او په نورو ګڼو مهمو پروژو كار په تندۍ سره روان دے د كومې ميوې چې نيغ په نيغه تر اولس ته رسي۔

مزید خبریں