ملګرو ملتونه 11 نومبر (اے پي پي) پاکستان په سوئېلې سوډان كښې په 22 دسمبر کيدونكو ټاكنو څخه وړاندې د 2018ء په بحال شوي امن لوظنامه د مكمل عملدرآمد زور راوړلو سره وئيلي دي د جنګ له امله ځپلي هېواد كښې امناكه سياسي انتقال او د تل پاتي استحکام لپاره دا لوظنامه يواځنے د عمل وړ فريم ورك دے۔ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي سيد حيدر شاہ د …
جنوبي سوډان كښې تاريخي ټاكنو څخه وړاندې د 2018ء په امن لوظنامه بشپړ عملدرآمد ته اړتيا ده، د پاکستان په سلامتي کونسل زور

مزید خبریں
ملګرو ملتونه 11 نومبر (اے پي پي) پاکستان په سوئېلې سوډان كښې په 22 دسمبر کيدونكو ټاكنو څخه وړاندې د 2018ء په بحال شوي امن لوظنامه د مكمل عملدرآمد زور راوړلو سره وئيلي دي د جنګ له امله ځپلي هېواد كښې امناكه سياسي انتقال او د تل پاتي استحکام لپاره دا لوظنامه يواځنے د عمل وړ فريم ورك دے۔ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي سيد حيدر شاہ د جنوبي سوډان په صورتحال د سلامتي کونسل غونډي ته وينا كښې ووئيل ټاكني به د امن عمل كښې لويه كاميابي وي،دغسې دا عمل اختتام نه دے ،د تل پاتي استحکام او قامي مفاهمت لپاره په امن لوظنامه عملدرآمد ته اړتيا ده۔ده ووئيل عبوري انتظامات كښې د اوسنو بدلونونو پشمول د قامي وحدت حکومت تحليل او نګرانې انتظاميې جوړيدو د امن لوظنامې بنياد جوړيدونكے سياسي اتفاق نو هم كمزوري كړے۔د پاکستان استازي جنوبي سوډان كښې د ملګرو ملتونو مشن (يو اين ايم آئي اېس اېس) د اړخه د وګړو تحفظ، انساني مرستي وركولو،وړاندې څخه خبردارے ،په ځائې كچه ثالثۍ او سياسي استحکام لپاره اقدامات ستائيلو سره ووئيل مشن له خپلي ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كولو لپاره ضروري افرادي قوت او وسائل بايد وركړے شي۔ده د امن مشن په تګ راتګ لګيدلو بنديزونو د اندیښنې څرګندوني سره د جنوبي سوډان په حکومت زور راوړو چې دا بنديزونه پزرته كړي۔











