ميانوالي 10 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پنځم چشمه نيوکليئر پاور پلانټ ډوم لګول د وياړ وړ سنګ ميل ګرځولو سره ووئيل منصوبه د پاکستان او چين د لازواله دوستۍ او د مشترکه عزم علامت دے او پاکستان له به كلين٬ د باور وړ او ارزانه بجلي وركولو سره سره د توان تحفظ او په معاشي ترقۍ كښې مهم كردار ولوبوي، پاکستان به په معاشي …
د پنځم چشمه نيوکليئر پاور پلانټ ډوم لګول د وياړ وړ اقدام وګرځولے شو ، پاکستان له به كلين٬ د باور وړ او ارزانه بجلۍ وركولو سره سره د توان تحفظ او په معاشي ترقۍ كښې مهم كردار ولوبوي۔ د وزيراعظم شهباز شريف دستورې ته وېنا

مزید خبریں
ميانوالي 10 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پنځم چشمه نيوکليئر پاور پلانټ ډوم لګول د وياړ وړ سنګ ميل ګرځولو سره ووئيل منصوبه د پاکستان او چين د لازواله دوستۍ او د مشترکه عزم علامت دے او پاکستان له به كلين٬ د باور وړ او ارزانه بجلي وركولو سره سره د توان تحفظ او په معاشي ترقۍ كښې مهم كردار ولوبوي، پاکستان به په معاشي توګه مضبوط، د توان په څانګه كښې خود کفيل او ماحول دوسته هېواد جوړولو لپاره خپل وسائل او انساني سرمائئے څخه بشپړه استفاده كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم په ميانوالي كښې د چشمه نيوکليئر پاور پلانټ د پنځم يونټ (چشمه-5) د ډوم پليسمنټ دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه٬ د پاکستان اټامک انرجي کميشن د چشمه نيوکليئر پاور پلانټ يونټ سي فائيو (C-5) د ډوم په کاميابۍ سره لګولو د منصوبې په جوړولو كښې مهم سنګ ميل سر كړے دے۔ په دې موقع دستوره كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو او چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، د چين چاوراكو او د اړوند ادارو لوړ پوري او استازي هم موجود وٶ۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل نن په دې تاريخي موقع د چشمه-5 ډوم د لګولو دستوره كښې ګډون زما لپاره د خوشحالۍ خبره ده، دا د پاكستان لويې نيوکليئر پاور پلانټ دے كوم چې د چين په مرسته جوړېږي۔ ده ووئيل په جولائي 2023 كښې په دې ځائے د دې مهمې منصوبې د بنياد تيګه اېښودو دستوره كښې هم ما ګډون كړے ؤ ، ھغه وخت مې په باور سره وئيلي وٶ چې پاکستان به د چا انتظار نه كوي بلكې پخپل محنت او ستړو به خپل سباون پخپله جوړوي، ده ووئېل نن درې نيم كاله څخه هم په لږه موده كښې د ټاكلي وخت نه وړاندې د ډوم لګول د ھغه عزم عملي عكاسي ده۔ وزيراعظم د پاکستان او د چين انجينئرز، تکنيکي پوهانو او کارکنانو د خدمات ستائنې كولو سره ووئيل د دوي په جذبه او محنت سره دا مهم سنګ ميل سر كړے شو۔ ده باور څرګند كړو چې دې جذبې او عزم سره به دا منصوبه ان شاء الله د ټاكلي وخت نه وړاندې فعاله هم شي۔ ده ووئيل په ظاهره دا منصوبه د سټيل او کنکريټ په جوړولو مشتمل ده خو دا د پاکستان اولس لپاره د كلين٬ د باور وړ او ارزانې بجلۍ وركولو ضمانت دے، داسې بجلي چې د درآمدي ايندھن په بيعه كښې زياتوالي سره نه متاثره كېږي د كومې پېداوار چې د نمر رڼا يا د سيلۍ شتون سره ټړلې نه وي بلكې ټوله شپه به كارخانو روانه ساتلو، روغتونونو ته د بجلۍ باوري كولو او زده كوٶنكو ته په رڼا كښې د تعليم ترلاسه كولو موقعې وركړي۔ ده ووئيل پاکستان، د دې اولس او معيشت لپاره د توان تحفظ دا حقيقي مفهوم دے۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون د متاثره كېدونكيې هېواد په حېث د پاکستان خاص ذمه واري ده د چې توان داسې حل خپل كړي كوم چې معاشي مقاصد ترلاسه كولو سره سره د ماحول تحفظ هم باوري كړي۔ ده دا هيله څرګنده كړه چې دا منصوبه به ډېر زر خوبونه په اميدونو او اميدونه په حقيقت بدل كړي۔ وزيراعظم د هېواد پرمختګ لپاره د امن و استحکام په اهميت زور راوړلو سره ووئيل يو قام هم خپل حال محفوظولو نه غېر خوشحاله سباٶن نشي جوړولې، د پاکستان د ترقۍ بنياد په ھغه امن او استحکام كښې دے كوم چې د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په فعاله قيادت كښې د مېړنو ځواكونو جرات باوري كړے۔ ده ووئيل په معرکه حق كښې د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په عزم لرونكې مشرتابه كښې ټول قام د خپلو مېړنو وسله والو ځواكونو جرأت، وظيفائي صلاحيتونو او د غېر متزلزل عزم مشاهده كړې، دغه عزم داسې سازګار ماحول وركولو كښې مهم كردار لوبوي چې پكښې پاکستان خپل معاشي هدفونه سر كولو ، سرمايه کاري راغب کولو او باور سره د پرمختګ رفتار ګړندي كولو جوګه كېږي۔ وزيراعظم د هېواد د معيشت بحالۍ او د سماجي و اقتصادي ترقۍ په مشتركه اقدامات كښې د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د فعاله او ثابت قدمه مرستې ستائنې كولو سره د دوي مننه وكړه۔ ده ووئيل نننۍ ورځ خپل آئرن برادارز هېواد عوامي جمهوريه چين ته پېرزوئنې وړاندې كولو نه غېر نشي بشپړېدې، چشمه-5 په پاکستان كښې د چين په مرسته جوړېدونكے اووم نيوکليئر پاور يونټ دے، د دې هره منصوبه د داسې دوستۍ ژوندے ثبوت دے كومه چې په سخت حالاتو او خوشحالي په ادوار كښې هم كله متزلزل شوې نه ده۔ وزيراعظم د چين صدر شي جن پنګ، د چين حکومت او چائنا نيشنل نيوکليئر کارپوريشن مننه وكړه۔ ده ووئيل د چين انجينئرز په سخته ګرمۍ او يخنۍ كښې د پاکستان انجينئرز سره اوږه په اوږه د يوې ډلې په حېث كار كړے دے۔ وزيراعظم ووئيل د سي پېك په دوېم پړاٶ كښې داخلېدو سره چشمه-5 د دواړو هېوادونو د شراکت دارۍ د حقيقي قوت عکاسي کوي كوم چې اقتصادي موقعې پيدا كولو او د اولس د روښانه سباٶن په جوړولو كښې مرستياله دے۔ ده د چائنا اټامک انرجي اتھارټي، چائنا نيشنل نيوکليئر کارپوريشن، د پاکستان اټامک انرجي کميشن، پاکستان نيوکليئر ريګوليټري اتھارټي، مالياتي ادارو، انجينئرز، کنټريکټرز او د دې غېر معمولي ډلې هر غړي له د دې مهم سنګ ميل په سر كولو مباركي وركړه۔ وزيراعظم د ميانوالي اولس ته هم پېرزوئنې وړاندې كړې چا چې د دې مهمې منصوبې كوربتوب كړے۔ ده ووئيل چشمه ستاسو فكر دے او ټول پاکستان لپاره د وياړ سبب دے۔ وزيراعظم دا هيله څرګندوه كړه چې چشمه-5 به د پاکستان او چين د دوستۍ او يو خوشحاله ، سوله ايز او مضبوط پاکستان جوړولو د مشتركه عزم د اوږدې مودې علامت جوړ شي۔ په دې موقع د پاکستان اټامک انرجي کميشن چيئرمېن هم وېنا وكړه۔ ده ووئيل د پاکستان جوهري بجلي ګھر محفوظ او په مؤثر ډول د 3,530 ميګاواټ بجلي پيدا كوي چې ورسره په كلنه توګه نزدې دوه نيم كروړه ټنه کاربن ډائي آکسائيډ د اخراج نه بچ كېدو له مرسته ترلاسه كېږي ،چشمه فائيو نيوکليئر پاور پلانټ څخه به د بجلي پيدا كولو صلاحيت 1,200 ميګاواټ وي او هيله ده چې دا منصوبه ستمبر كال 2030 كښې د بجلۍ پېداوار پېل كړي۔











