د بلوچستان ځوانانو لپاره لوي زېرے٬  په وفاقي محكمو كښې  په 5375 چوكو  د بهرتۍ كولو اعلان ٬ د عمر حد كښې د  10 كالو رعايت هم وركړے شو

  اسلام آباد۔ 10 نومبر (اے پي پي)  وفاقي حكومت د بلوجستان ځوانانو  ته د روزګار ښې موقعې  وركولو  او دوي په قامي چوكاټ كښې راوستو لپاره  په وفاقي محكمو كښې  د بلوجستان په كوټه د 5375 بهرتۍ كولو رسمي اعلان كړے دے۔ د نهې په ورځ  د آئې ټي و ټېلې كام وزارت ٬ نېشنل انفرمېشن  ټېكنالوجي  بورډ (آئې ټي بي) او نېشنل جاب پورټل  د اړخه  جاري شريك …

 

اسلام آباد۔ 10 نومبر (اے پي پي)  وفاقي حكومت د بلوجستان ځوانانو  ته د روزګار ښې موقعې  وركولو  او دوي په قامي چوكاټ كښې راوستو لپاره  په وفاقي محكمو كښې  د بلوجستان په كوټه د 5375 بهرتۍ كولو رسمي اعلان كړے دے۔ د نهې په ورځ  د آئې ټي و ټېلې كام وزارت ٬ نېشنل انفرمېشن  ټېكنالوجي  بورډ (آئې ټي بي) او نېشنل جاب پورټل  د اړخه  جاري شريك بيان تر مخه   د دې اقدام تر ټولو مهم پېشريفت دا دے چې د بلوچستان  د ځوانانو  سهولت لپاره  د بهرتيو طريقه كار  اوس د ضلعو په كچه تر سره كولې شي  چې ورسره به  كانديدانو ته تر لرې لرې سفر نه خلاصے تر لاسه شي۔د ځوانانو د زيات نه زيات ګډون باوري كولو لپاره  د عمر زيات حد كښې هم د 10 كالو رعايت وركولو پرېكړه شوې ده  ۔  د حكومتي لارښونې تر مخه  اوس به په دې چوكو په سپېځلې ډول  او په تند رفتارۍ سره  ټاكنې د سېلېكشن  انترويوز  په بنياد كېږي۔خوښي لرونكې كسان   خپل آن لائن  تفصيلات په نېشنل جاب پورټل   په سركاري وېب پاڼه  جمع كولې شي۔

 

مزید خبریں