پي ډي ايم اے  خېبر پښتونخوا  د بارانونو ٬ سيلۍ  او پړق پړوق په اړه خبردارے جاري كړو

  پیښور۔ 10 نومبر (اے پي پي) پي ډي ايم اے خېبر پښتونخوا د صوبې په بېلا بېلو  ضلعو كښې د بارانونو ٬ سيلۍ  او د  پړق پړوق  په اړه خبردارے جاري كړے دے ۔ د جاري  اعلاميه تر مخه  د صوبې په برنو  او مېداني سيمو كښې د 10 نه تر 14  نومبر د بارانونو او سيلۍ  امكان ښودلے شوے دے۔  چترال ٬ سوات ٬ دير٬  ملاكنډ ٬  كوهستان …

 

پیښور۔ 10 نومبر (اے پي پي) پي ډي ايم اے خېبر پښتونخوا د صوبې په بېلا بېلو  ضلعو كښې د بارانونو ٬ سيلۍ  او د  پړق پړوق  په اړه خبردارے جاري كړے دے ۔ د جاري  اعلاميه تر مخه  د صوبې په برنو  او مېداني سيمو كښې د 10 نه تر 14  نومبر د بارانونو او سيلۍ  امكان ښودلے شوے دے۔  چترال ٬ سوات ٬ دير٬  ملاكنډ ٬  كوهستان ٬ مانسهره ٬ اېبټ آباد  او نورو ضلعو كښې    د باران او واورې ورېدو  امكان دے۔دغسې پیښور ٬ كوهاټ ٬ چارسده ٬  او نورو مېداني ضلعو كښې د باران امكان دے۔  په غرئيزو سيمو كښې  د واورې ورېدو پېشنګوئي شوې ده  ۔ د پي ډي ايم اے وياند   تر مخه    د بارانونو په مهال   غرئيزو سيمو كښې د زمكې خوئېدو اندیښنه ده  ٬  دغسې سېلګري او مسافر دې احتياط وكړي ۔ د بارانونو په مهال په مېداني سيمو كښې د نرۍ لړۍ هم امكان دے

مزید خبریں