د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان  د نړيوال سپلائي چينز خيرنتيا څخه پاكولو او  د ماحولياتي بدلونونو مقابله كونكې لاجسټكس انفراسټركچر جوړولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے

  انطاليه 10نومبر(اے پی پی)د تركيې انطاليه ښار كښې د تابيا شوي نړيوال ماحولياتي كنفرنس  په مهال"ګلوبل ګرين فريټ كوريډورز انيشيټو"اعلٰی كچې وزارتي ګول ميز غونډې ته خطاب كښې د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان نړيوال سپلائي چينز د خيرنتيا څخه پاكولو او  د ماحولياتي بدلونونو مقابله كونكې تل پاتي لاجسټكس انفراسټركچر جوړولو لپاره د پاكستان د پوخ عزم پخلے كړے۔د تركيې ټرانسپورټ او انفراسټركچر وزير عبدالقادر اورال اوغلو٬د اروپاﺀ …

 

انطاليه 10نومبر(اے پی پی)د تركيې انطاليه ښار كښې د تابيا شوي نړيوال ماحولياتي كنفرنس  په مهال”ګلوبل ګرين فريټ كوريډورز انيشيټو”اعلٰی كچې وزارتي ګول ميز غونډې ته خطاب كښې د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان نړيوال سپلائي چينز د خيرنتيا څخه پاكولو او  د ماحولياتي بدلونونو مقابله كونكې تل پاتي لاجسټكس انفراسټركچر جوړولو لپاره د پاكستان د پوخ عزم پخلے كړے۔د تركيې ټرانسپورټ او انفراسټركچر وزير عبدالقادر اورال اوغلو٬د اروپاﺀ ((UNECE لپاره د ملګرو ملتونو اقتصادي كمېشن او د آسيا و بحرالكاهل لپاره د اقتصادي او سماجي كمېشن (ESCAP) تر سېوري لاندې راجوړه كړی غونډه كښې د تل پاتي تګ راتګ حل لپاره د ټولې نړۍ څخه اعلٰی مشرانو ګډون كړے۔خپل كليدي خطاب كښې وفاقي وزير عبدالعليم خان  په ګوته كړه چې نړيوال فريټ ترسيل نړيوال تجارت كښې مركزي حېثيت لري خو دا ترسيلات آب و هوا ته زان رسولو  او د ګرين هاؤس د ګازونو اخراج به تندۍ سره د زياتېدو ذريعه هم ده۔ده زور راوړو چې اقتصادي پرمختګ او ماحولياتي تحفظ يو بل سره تړلې شوي اهداف دي او د دې اقدام پېل د دې خبرې دليل دے چې تل پاتي لاجسټكس  د مخ په وړاندې تللو يواځنې ذريعه ده۔د ملګرو ملتونو “ټي آئي آر كنونشن”له مخې د پاكستان ډيجيټل د پولې پورې ترسيل ذكر كولو سره وفاقي وزير انكشاف وكړو چې ټي آئي آر ترسيلات كښې 200 فيصد تاريخي زياتوالے راغلے كوم چې پاكستان سيمه ايز تجارت آسانونكو هېوادونو كښې سر فهرست دے۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان پاك ټېكنالوجي٬ډيجيټل كنيكټيويټي٬سمارټ روټ پلاننګ او د كلائميټ فنانس چارو بنيادي ستنو”ګلوبل ګرين فريټ كوريډورز انيشيټو”رسمي توثيق كولو سره نړيوالې ورورولۍ ته په پائلټ ګرين راهدارو د همكارۍ بلنه وركړه دغسې چې  د ماحولياتي تحفظ خوب په حقيقت بدل كړے شي۔

 

 

 

 

 

 

مزید خبریں