بلوچستان هائيكورټ ٬  د كوئتې اعلاميه

  كوئټه۔ 10 نومبر (اے پي پي)  د بلوجستان هائيكورټ ٬ د كوئټه په اعلاميه كښې وئېلي دي  په جسټس  محمد عامر نواز خان رانا او جسټس عبدالقيوم لهړي مشتمل ډوېژنل بنچ نن د پېلك سروس كمېشن پخواني چيئرمن او د صوبائي اسمبلۍ پخواني غړي عبدالمجيد اڅكزئۍ بريت په ضد د سر كار د اړخه دائر  كړے اپيل منظورولو سره  د فاضل ايډېشنل سېشن جج  /  ماډل كرېمنل ټرائل كورټ …

 

كوئټه۔ 10 نومبر (اے پي پي)  د بلوجستان هائيكورټ ٬ د كوئټه په اعلاميه كښې وئېلي دي  په جسټس  محمد عامر نواز خان رانا او جسټس عبدالقيوم لهړي مشتمل ډوېژنل بنچ نن د پېلك سروس كمېشن پخواني چيئرمن او د صوبائي اسمبلۍ پخواني غړي عبدالمجيد اڅكزئۍ بريت په ضد د سر كار د اړخه دائر  كړے اپيل منظورولو سره  د فاضل ايډېشنل سېشن جج  /  ماډل كرېمنل ټرائل كورټ ۔ 2 كوئټه د 4 ستمبر 2020   پرېكړه كالعدم وګرځوله ٬ د كومې په نتيجه كښې چې عبدالمجيد په تند رفتارۍ ٬ بې  غورۍ  او غفلت د ګاډي په چلولو  او د ټريفك انسپكټر  حاجي عطاﺀ الله  د وظيفې په مهال په چقولو  او وژلو   د تعزيرات پاكستان  دفعه 302  تر مخه مجرم وګرځولے شو  او د 10 كاله زندان د مشقت سره  سزا ورته اورلې شوې ده   او مجرم ته د وژلې شوي قانوني وارثانو ته  د ديت وركولو  امر هم شوے دے۔    دغسې  عدالت ايدشنل سېشن جج  كوئټه ته هم سپارښتنه كړې ده  چې په ضملنت د پرېښودلې شوي  مجرم  عبدالمجيد اچكزئۍ  سمدستي نيولو او سزا تېرولو لپاره  زندان ته د لېږلو په غرض ضمانت نه كېدونكے وارنټ جاري  كړي  او د نيولو په اړوند  وارنټ عمل درآمد باوري كړي۔

مزید خبریں