كوپ 31 د تركيې په انطاليه ښار كښې پېل شو ٬ د موسمياتي وعدو په عملي كولو به زور راوړلے شي

  اناطاليه۔ 10 نومبر (اے پي پي)  د ملګرو ملتونو  موسمياتي كنفرنس كوپ 31 د تركيې په انطاليه ښار كښې تېره ورځ پېل شو ٬ كوم به چې تر 20 نومبر دوام لري٬  په كانفرنس كښې د 200 هېوادونو استازي ګدون كوي۔د امارات نيوز ايجنسۍ  وام تر مخه   د كانفرنس پېل  د ملګرو ملتونو د موسمياتي بدلون مشر سائمن سټيل د پرانستې  او هر كلي خبرو نه اوشو۔  هغه ووئېل  …

 

اناطاليه۔ 10 نومبر (اے پي پي)  د ملګرو ملتونو  موسمياتي كنفرنس كوپ 31 د تركيې په انطاليه ښار كښې تېره ورځ پېل شو ٬ كوم به چې تر 20 نومبر دوام لري٬  په كانفرنس كښې د 200 هېوادونو استازي ګدون كوي۔د امارات نيوز ايجنسۍ  وام تر مخه   د كانفرنس پېل  د ملګرو ملتونو د موسمياتي بدلون مشر سائمن سټيل د پرانستې  او هر كلي خبرو نه اوشو۔  هغه ووئېل  د موسمياتي بدلون مقابلې لپاره تر اوسه شوے پېشرفت پورا دے او نه منصفانه۔ هغه په هېوادونو زور راوړو   چې هغوي يوازې د اهداف ټاكلو  په ځائے داسې عملي حل ګړندے كړي  د كوم چې په زمكيزه كچه ګټورې نتيجې رامخې ته شي۔هغه ووئېل كوم هم كوپ كنفرنس د ټولو مسائلو سمدستي حل  دے او نه كوم يو كنفرنس سائنسي حقائق او د زمكيز صورتحال  تر مينځه خليج ختمولې شي۔د نورو موسمياتي كانفرنسز برعكس په كومو كښې چې  كومې يوې  لوظ نامې ته پام لرنه كېږي  ٬ په كوپ 31 كښې د وړاندې  نه د كړو وعدو ته  په عملي شكل وركولو زور راوړلے كېږي۔  د تركيه  د ماحوليات وزير مرات كوروم په رسمي توګه د كوپ 31  صدارت تر لاسه كړو  او د آسټريليا د ماحوليات وزير كرس بوون به د غېر معمولي مشتركه صدارت لاندې   د هغه خبرو اترو نګراني كوي په كومو چې په كوپ 30 كښې اتفاق راغلے ؤ ۔

مزید خبریں