بېروت۔ 10 نومبر (اے پي پي) د امرېكې خارجه وزير ماركوروبيو د ايالت مشي ګن په ډيټرائټ ښار كښې د لبنان په ځائے كړے قونصلر جنرل ابراهيم شراره ته د هسواد پړېښودو امر كړے دے۔ د بي بي سي تر مخه ابراهيم شراره امرېكا پرېښې ده ۔ دا پرېكړه د امرېكې خارجه محكمې د هغه نا خوښي ګرځولو نه پس كړې ده۔ د دې اقدام سبب د ابراهيم شراره …
د امرېكې په ډيټرائټ ښار كښې تعينات د لبنان قونصل جنرل ملك بدر كړے شو

مزید خبریں
بېروت۔ 10 نومبر (اے پي پي) د امرېكې خارجه وزير ماركوروبيو د ايالت مشي ګن په ډيټرائټ ښار كښې د لبنان په ځائے كړے قونصلر جنرل ابراهيم شراره ته د هسواد پړېښودو امر كړے دے۔ د بي بي سي تر مخه ابراهيم شراره امرېكا پرېښې ده ۔ دا پرېكړه د امرېكې خارجه محكمې د هغه نا خوښي ګرځولو نه پس كړې ده۔ د دې اقدام سبب د ابراهيم شراره د اړخه په كال 2021 كښې په سوشل مېډيا كړے پوسټ ښودلے كېږي چې پكښې په 1993 كښې بېروت كښې د امرېكې مېرينز په هيډ كوارټر د شوي بريد د ستائنې تاثر رامخې ته كېدو۔په دغه بريد كښې د امرېكې 241 عسكر مړه شوي وو۔ د خارجه محكمې وياند تصديق وكړو چې د لبنان قونصل جنرل نا خوښے ګرځولے شوے دے ۔ د هغه وېنا وه چې كوم خلق په امريكا كښې د ترهه ګرې بريدونو ستائنه كوي يا د دې جواز وړاندې كوي د هغوي لپاره په دې هېواد كښې هيڅ ځائے نشته۔ د لبنان خارجه وزير يوسف رجي اعلان وكړو چې په ډيټرائټ كښې د ابراهيم په ځائے به يو نوے سفارتكار قونصل جنرل لګولے شي۔











