د پبلك اكاٶنټس كميټۍ غونډه، د آډټ اعتراضات جاج واخستلے شو

  اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د پبلك اكاٶنټس كميټۍ (پي اے سي) غونډه د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د شاهده بيګم په مشرۍ كښې وشوه  چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوند سركاري ادارو  لوړ پورو ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې د پاور ډويژن د كال 2020-21، 2023-24 او 2024-25 د آډټ اعتراضات جاج واخستلے شو۔ په دې موقع د پاور …

 

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د پبلك اكاٶنټس كميټۍ (پي اے سي) غونډه د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د شاهده بيګم په مشرۍ كښې وشوه  چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوند سركاري ادارو  لوړ پورو ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې د پاور ډويژن د كال 2020-21، 2023-24 او 2024-25 د آډټ اعتراضات جاج واخستلے شو۔ په دې موقع د پاور ډويژن سيكرټري ووئيل د فيډر ليول څخه لوشيډنګ په ټرانسفارمر ليول كوٶ٬ بجلي به يوازې په ھغه ټرانسفارمر بنده وي د كوم ځائے نه چې بل نه راځي٬ تر  دسمبر به په هر ډسكو كښې د پائلټ پراجيكټ له مخې په لس لس ځايونو ډيجيټل ميټر ولګي٬ تر 30 جون 2027 به په ګرد هېواد كښې په دې سل فيصده عملدرامد پېل شي۔ د آډټ چاراوكو ووئيل  د ډسكوز اثاثو ټيګنګ پكار دے دغسې چې د سامان د غلا مخه نيوے اوشي۔ د پاور ډويژن سيكرټري ووېيل د اثاثو د ټيګنګ كار په تندۍ سره روان دے ٬ په دې معامله كښې صورتحال د وړاندې نه ښه شوے دے۔ د پي اے سي غړو ووئيل  ټيګنګ او ري ويليو ايشن دوه جلا جلا څيزونه دي خو د اثاثو ري ويليو ايشن سره سره ټيګنګ هم پكار دے۔ د پاور ډويژن لخوا ووئيل شول د اثاثو اصل ماليت معلومولو لپاره ټيګنګ  سره د اثاثو ري ويليو ايشن روان دے۔ آډيټر جنرل ووئيل يو څيز كوم چې په ماضي كښې په 200 ملينه اخستې شوے وي اوس ممكن ده چې ھغه په 300 ملينه وي٬ دې لپاره د اثاثو د اصل ماليت تعين ضروري دے ۔ د پارلماني چارو وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل د نجكارۍ عمل نه وراندې د اثاثو د اصل ماليت تعين ضروري دے۔ په دې معامله بايد پي اے سي ته بريفنګ وركړېے شي۔ د پاور ډويژن سيكرټري ووئيل ډسكوز سره د خپلو خپلو اثاثو ريكارډ موجود دے۔  ټول ډسكوز ته د اثاثو د اصل ماليت د تعين هدايات شوي دي۔ آډيټر جنرل ووئيل تر كومې چې د اثاثو سرټيفائيډ  اصل ماليت نه وي رامخې ته شوے تر ھغې دا عمل بشپړول پكار نه دے ځكه چې په دې ريسورسز كښې د پبلك د يو يو كس پېسه لګېدلې ده۔ سنيټر افنان الله ووئيل زه د سينټ د نجكاري كميټۍ چيئرمين يم ٬ دې لپاره زه د دې معامله وضاحت كولې شم۔ د زمكې بيعه څوك نشي لګولې دې لپاره د زمكو نجكاري نه ده روانه ھغه به سركار سره وي٬ په ابتدائي توګه د آئيسكو، ګيسكو او فيسكو نجكاري روانه ده۔ د پي اے سي غړٶ ووئيل دا د اولس اثاثې دي زيان پكار نه دے۔ پي اے سي  په دريو اوونيو كښې نجكاري كميشن له د وضاحت كولو امر وكړو۔ شاهده بيګم ووئيل د نجكارۍ په عمل كښې د ډسكوز د ملازمينو تحفظ لپاره د غړو تشويش لرې كول د حكومت كار دے ٬ پي اے سي د ډسكوز د اثاثو ټيګنګ، د اصل ماليت تعين او د ملازمينو د ملازمتونو تحفظ په حواله پاور ډويژن ته په دريو مياشتوكښې د  پلان مرتب كولو امر وكړو۔

مزید خبریں