نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د قامي اقتصادي ترجيحات تر سره كولو لپاره د اړوند وزارتونو سره په نزدې روابطو زور

  اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د قامي اقتصادي ترجيحات تر سره كولو لپاره اړوند وزارتونو سره په نزدې روابطو زور راوړلو سره اړوند چارواكو ته امر كړے دے چې سفارتي رابطې په كوټلې اقتصادي ګټې بدلولو لپاره پرله پسې فالو اپ او موثره اقدامات باوري كړي۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له …

 

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د قامي اقتصادي ترجيحات تر سره كولو لپاره اړوند وزارتونو سره په نزدې روابطو زور راوړلو سره اړوند چارواكو ته امر كړے دے چې سفارتي رابطې په كوټلې اقتصادي ګټې بدلولو لپاره پرله پسې فالو اپ او موثره اقدامات باوري كړي۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د پاکستان د اقتصادي سفارت کارۍ او برآمدات ودې لپاره د كېدونكو هلو ځلو جاج په اړه د غونډې مشري وكړه ۔ په غونډه كښې د غور په مهال شراکت دارو هېوادونو سره روابط مضبوطولو، د پاکستان برآمدي صلاحيت رامخې ته كولو او په کاروباري روابطو كښې سهولت پېدا كولو كښې په بهر هېوادونو كښې د پاکستان سفارتي مشنز کردار پلو پام وګرځولے شو۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير خارجه د قامي اقتصادي ترجيحات تر سره كولو لپاره اړوند وزارتونو سره په نزدې روابطو زور راوړو۔ ده تولو اړوند چارواكو ته امر وكړو چې سفارتي رابطې په كوټلې اقتصادي ګټې  بدلولو لپاره پرله پسې فالو اپ او موثر اقدامات باوري كړي۔ په غونډه كښې د خارجه وزارت خارجه سينئر چارواكو ګډون كولو۔

مزید خبریں