ځوانان انجينئرز دې تر 2047 د پاكستان كاميابۍ لپاره د معركه ترقۍ قيادت وكړي۔ احسن اقبال

  لاهور 10 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په ځوانانو انجينئرانو زور راوړے دے چې ھغوي  د علم، جدت، وظيفائي ديانت او د ملي خدمت په جذبې سره د پاكستان معاشي و صنعتي بدلون كښې قائدانه كردار ولوبوي٬ وفاقي وزير فارغ التحصيل ځوانان د جنريشن 47 ټو پوائنټ زيرو ګرځولو سره ووئيل دا نسل په كال 2047 كښې د پاكستان د آزادۍ …

 

لاهور 10 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په ځوانانو انجينئرانو زور راوړے دے چې ھغوي  د علم، جدت، وظيفائي ديانت او د ملي خدمت په جذبې سره د پاكستان معاشي و صنعتي بدلون كښې قائدانه كردار ولوبوي٬ وفاقي وزير فارغ التحصيل ځوانان د جنريشن 47 ټو پوائنټ زيرو ګرځولو سره ووئيل دا نسل په كال 2047 كښې د پاكستان د آزادۍ تر 100 كالو بشپړېدو د هېواد د كاميابۍ د داستان ذمه وار دي۔ د يونيورسټي آف انجينئرنګ اينډ ټيكنالوجي لاهور په كانووكيشن كښې د خاص مېلمه په حېث د ګډون په مهال ده ووئيل  د پاكستان سباون داسې زلمو او د وظيفائي كسانو صلاحيت سره تړاؤ لري كوم چې تكنيكي پوهې سره د مضبوط كردار، وظيفائي ديانت او ملي خدمت جذبه هم لري۔ احسن  اقبال ووئيل  مصنوعي ځيركتيا، روبوټكس، جديد مادو او نورې رامخې ته كېدونكې ټيكنالوجيز د انجينئرنګ، صنعتي پيداوار او د نړيوال مسابقت تقاضې بدلې كړې دي، زلمو انجينئرانو له به په دې ټيكنالوجيز برلاسې ترلاسه كولو سره سره آزادانه سوچ، پرله پسې زده كړې او د ذمه وارو پرېكړو كولو صلاحيت هم پېدا كول وي ۔ ده د پوهنتونونو او صنعت ترمېنځه روابط  لا مضبوطولو او مېرمنو انجينئرز ته د ترقۍ يو ډول او بشپړه موقعو وركولو په ضرورت هم زور راوړو۔ بهر هېوادونو كښې خدمات ترسره كوٶنكي پاكستاني انجينئرز ته ده ووئيل چې ھغوي  د علم، تحقيق، سرمايه كارۍ او د وظيفائي روابطو د لارې د پاكستان په ترقۍ كښې خپل فعاله كردار ولوبوي۔ احسن اقبال په ځوانانو زور راوړو چې ھغوي  هم نن څخه د خپل ژَوند يوه مهمه پوښتنه رامخه ته كړي كله چې پاكستان د خپلې آزادۍ سل كاله بشپړوي نو دوي به د هېواد په كاميابۍ او پرمختګ كښې خپله څه برخه اچوي۔

 

 

 

 

 

مزید خبریں