پاكستان به د خپلې خپلواكۍ او قامي ګټې تحفظ سره سيمه ايز امن او معاشي خوشحالۍ لپاره هڅې روانې ساتي۔ د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار مارګله ډائيلاګ 2026 ته خطاب

  اسلام آباد۔10نومبر(اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په نړيواله كچه د زيات شوي تاؤ تريخوالي مخ نيوي لپاره سفارت كارۍ ٬خبرو اترو او د ګڼ اړخيزه مرستې په موثر كردار زور راوړولو سره وئېلي دي پاكستان به د خپلې خپلواكۍ او قامي ګټې تحفظ باوري كولو سره سيمه ايز امن او معاشي خوشحالۍ لپاره هڅې روانې ساتي٬پاكستان امن خوښوي خو د خپلواكۍ دفاع لپاره …

 

اسلام آباد۔10نومبر(اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په نړيواله كچه د زيات شوي تاؤ تريخوالي مخ نيوي لپاره سفارت كارۍ ٬خبرو اترو او د ګڼ اړخيزه مرستې په موثر كردار زور راوړولو سره وئېلي دي پاكستان به د خپلې خپلواكۍ او قامي ګټې تحفظ باوري كولو سره سيمه ايز امن او معاشي خوشحالۍ لپاره هڅې روانې ساتي٬پاكستان امن خوښوي خو د خپلواكۍ دفاع لپاره به په بشپړ قوت سره اقدامات كوي٬د كشمير شخړه  د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوند قراردادونو له مخې په منصفانه ډول حل كول په منطقه كښې د تل پاتې امن لپاره ضرورې ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د مارګله ډائيلاګ 2026 پرانستې غونډې ته خطاب كښې كړې د كومې تابيا چې اسلام آباد پالېسي ريسرچ انسټي ټيوټ كړی وه۔نائب وزيراعظم ووئيل په نړيوالې منظر نامه كښې د بدلون له امله د لويو طاقتونو ترمينځه مسابقت كښې شدت٬زړې شخړی ٬په وسله د قابو كمزوري انتظامات او د جغرافيائي سياست او معاشي مسابقت ترمينځه زيات شوي روابط رامخې ته كيږي۔ده خبردارے وركړو چې خليج او بحيره احمر په څير منطقو كښې د استحكام نشتوالے نړيوال تجارت٬د توان وركړه او معيشتونه متاثره كولې شي او مصنوعي ځېركتيا٬سائبر صلاحيتونه او نور جديد ټېكنالوجيز كښې تند رفتاره پېشرفت نوې امنيتي چېلنجونه راپېدا كوي۔د فلسطين او غزه صورتحال ذكر كولو سره نائب وزيراعظم ووئېل پاكستان د ملګرو ملتونو منشور ٬ اصولو او د سفارتي روابط ذريعو ښكاره ساتلو ضرورت لپاره عزم لري۔ده ووئيل د پاكستان سيمه ايزه سفارتكاري هم د دې سوچ او عزم له مخې مخ په وړاندې ځي۔سينيټر محمد اسحاق ډار ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفارتي اقدامات په خاص توګه 2025 او 2026 په مهال د سلامتي كونسل ركنيت په اړه د پاكستان هڅې رامخې ته كړې ۔د مينځني ختيز صورتحال حواله وركولو سره نائب وزيراعظم ووئيل سږ كال اپريل كښې د امريكې او ايران ترمينځه  د د اسلام آباد خبرې اترې د پاكستان سهولياتي كردار او شخړې د خبرو د لارې هوارولو له  د عزم عكاس دي ۔ده چين سره نزدې رابطه كاري هم وستائېله او په دې اړه ده خليج او  د مينځني ختيز منطقه كښې  د امن و استحكام بحالۍ لپاره په 31 مارچ 2026 بيجنګ كښې د تر سره شوي پنځه نكاتي اقدام حواله هم وركړه ۔نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان سيمه ايزې شراكتدارۍ پشمول د قطر٬سعودي عرب٬تركيه او مصر سره آر فور فريم ورك له مخې او  د اروپائي شراكتدارو سره هم سفارتي روابط او مشاورت روان ساتلے دے دغسې چې د خبرو لړۍ په برقراره وساتلې شي او  د تاؤ تريخوالې د لا زياتېدو مخ نيوې وكړے شي۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار خبردارے وركړو چې  د حل طلب شخړو٬عسكري توازن نشتوالے او يو اړخيزه اقدامات پرله پسې سيمه ايز استحكام لپاره خطر ګرځي ۔ده ووئيل مئي 2025 كښې د هند يرغل په ځواب كښې د پاكستان آپريشن بنيان مرصوص د پاكستان د قومي خپلواكۍ د دفاع عزم او صلاحيت څرګندونه وه٬په دې موقع ده د وسله والو ځواكونو پيشه وره مهارت ته هم پيرزوئنې وړاندې كړی۔نائب وزيراعظم د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان امن  له خوښي لري خو د خپلواكۍ دفاع لپاره به په ټول قوت سره اقدامات كوي۔ده ووئيل  د جمو كشمير شخړې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوند قراردادونو له مخې منصفانه حل په منطقه كښې د تل پاتې امن لپاره ضروري دے۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د افغانستان خاورې څخه رامخې ته شوې ترهه ګري يو سنګين سكيورټي چېلنج ګرځولو سره ووئېل پاكستان به د خپل اولس تحفظ لپاره اقدامات روان ساتي  او يو پرامن٬مستحكم او  په معاشي توګه د مربوط افغانستان ملاتړ به هم روان ساتي۔ده په دې خبره هم زور راوړو چې د افغان خاوره د كوم بل هېواد په خاص توګه  د پاكستان په ضد  د ترهه ګرۍ هلو ځلو لپاره كارېدل نه ده پكار۔د پاكستان په نړيوالو شراكتدارو خبره كولو سره نائب وزيراعظم چين سره اړيكې د  د پاكستان خارجه پالېسۍ بنيادي ستن وګرځوله  او د امريكې سره رغنده روابط او سعودي عرب٬تركيه٬ايران٬خليجي هېوادونو ٬اروپائي ائتلاف او مينځنۍ آسيا سره زياته شوې مرسته يې هم رامخې ته كړه ۔ په دې مهال د اسلام آباد پالېسي ريسرچ انسټي ټيوټ صدر ليفټيننټ جنرل(ر)ماجد احسان٬غېر ملكي سفيران او نورومهم شخصيات هم په مارګله ډائيلاګ 2026 كښې شريك وو ۔

مزید خبریں