اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف نن د 10 نه تر 12 نومبر د ترکيه د انطاليه ښار دوره كوي چرته چې به دوي د ملګرو ملتونو موسمياتي بدلون لپاره د فرېم ورك ( يو اېن اېف سي سي) له مخې د کوپ-31 کنفرنس نړيوالو مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې …
وزيراعظم محمد شهباز شريف نن د 10 نه تر 12 م نومبر د ترکيه دوره كوي۔خارجه دفتر

مزید خبریں
اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف نن د 10 نه تر 12 نومبر د ترکيه د انطاليه ښار دوره كوي چرته چې به دوي د ملګرو ملتونو موسمياتي بدلون لپاره د فرېم ورك ( يو اېن اېف سي سي) له مخې د کوپ-31 کنفرنس نړيوالو مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم به په 11 نومبر د نړيوالو مشرانو غونډې ته وېنا كوي چې پكښې به دوي په نړيوالو مشرانو زور راوړي چې زمكه د موسمياتي بدلون ناوړه اثرات نه خوندي ساتلو لپاره كوټلې اقدامات وكړې شي۔ وزيراعظم به د پاکستان لخوا په تندۍ سره د نمر توان ودې او د تجديد وړ توان استعداد زياتولو لپاره په شوو اقداماتو هم رڼا اچوي كوم چې د نيټ اېنډ كلين انرژۍ او د موسمياتي بدلونو مقابلې له د زيات مستحكم معيشت پلو د منتقلۍ برخې دي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف به د آفتونو زيان د كمولو هلو ځلو او د وخت نه وړاندې د خبردارۍ نظام لا موثره كولو لپاره د پاكستان په هڅو هم رڼا اچوي۔











