صدر مملکت په ترکيه كښې د سټيل په پلانټ كښې د چاٶدنې او د اور لګېدو په نيتجه كښې په قيمتي ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه وكړه

  اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د ترکيه په ازمير ښار كښې د سټيل په پلانټ كښې د چاٶدنې او د اور لګېدو په نيتجه كښې په قيمتي ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې صدر مملکت ووئيل زما ټوله خواخوږي د حق رسېدليو كورنيو سره ده ۔ ده ووئيل  په دې سخت وخت كښې …

 

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د ترکيه په ازمير ښار كښې د سټيل په پلانټ كښې د چاٶدنې او د اور لګېدو په نيتجه كښې په قيمتي ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې صدر مملکت ووئيل زما ټوله خواخوږي د حق رسېدليو كورنيو سره ده ۔ ده ووئيل  په دې سخت وخت كښې زمونږ ټولې دعاګانې او نېكي هيلې ځپليو كورنيو سره دي او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره لاس په دعا يو۔ صدر مملکت د ترکيه صدر رجب طيب اردوان او اولس سره هم د غمرازۍ او خواخوږۍ څرګندونې كولو سره ووئيل د غم په دې ګهړۍ كښې پاكستان د خپل ورور هېواد تركيه سره د يووالي څرګندونه كوي۔

مزید خبریں