اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د ګلګت بلتستان وزيراعلی امجد حسېن آذر ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې دوړاړو لارښودو د شريكې خوښې په چارو ٬ ګلګت بلتستان لپاره د فضائي سهولتونو په باوري كولو او د پخوانۍ حد بندۍ په مسئلو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د وزیراعلیٰ آفس ګلګت بلتستان لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع ګلګت بلتستان لپاره …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د ګلګت بلتستان وزيراعلی ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د ګلګت بلتستان وزيراعلی امجد حسېن آذر ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې دوړاړو لارښودو د شريكې خوښې په چارو ٬ ګلګت بلتستان لپاره د فضائي سهولتونو په باوري كولو او د پخوانۍ حد بندۍ په مسئلو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د وزیراعلیٰ آفس ګلګت بلتستان لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع ګلګت بلتستان لپاره د فضائي سروس حوالې سره وزيراعلی د ساؤتھ ایئر انتظامیې سره هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې په دې خبره سلا يوه شوه چې د ګلګت بلتستان حكومت ضمانت به الوتكې په ليز ترلاسه كړي او ساؤتھ ایئر به د ګډې منصوبې له مخې د پروازونو آپرېشن ترسره كړي۔ د ګلګت بلتستان وزيراعلی د ګلګت بلتستان ټېسټنګ سروس عملې ته په پېښور كښې ټېسټنګ سروس څانګه كښې د تربيې وركولو معامله هم ګورنر سره پورته كړه۔ ګورنر دا وړاندېز خوشبين ګرځولو سره دې لپاره د ضروري انتظاماتو كولو هدايت وكړو۔ په ملاقات كښې د ګلګت بلتستان او خېبر پښتونخوا ترمينځه د حد بندۍ مسئلو په حل كولو هم خبرې وشوې۔دواړو لارښودو په دې اتفاق وكړو چې په دې دواړو چارو به د چیف سېکریټریز په كچه غور كولې شي او دغې څخه وروستو به دا د سياسي مشرتابه په كچه مخ په وړاندې بوتللې شي۔











