پېنډۍ ۔9 نومبر(اے پی پی) امنيتي ځواكونو په شمالي وزيرستان كښې د مير علي په سوئيلي مضافات كښې په يو كلي 'مزک' كښې انټېلي جنس بېسډ آپرېشن وكړو۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې دا كارورائي د فتنة الخوارج پټڼځايونو خلاف وكړې شوه۔ په دې مهال د جوماتونو دننه د ترهګرو دوه پټنځايونه كليئر كړې شول۔ په دې كارروايۍ كښې د تيار كړې …
امنيتي ځواكونو په شمالي وزيرستان كښې د فتنة الخوارج پټنځايونه ختم كړل: آئي اېس پي آر

مزید خبریں
پېنډۍ ۔9 نومبر(اے پی پی) امنيتي ځواكونو په شمالي وزيرستان كښې د مير علي په سوئيلي مضافات كښې په يو كلي ‘مزک’ كښې انټېلي جنس بېسډ آپرېشن وكړو۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې دا كارورائي د فتنة الخوارج پټڼځايونو خلاف وكړې شوه۔ په دې مهال د جوماتونو دننه د ترهګرو دوه پټنځايونه كليئر كړې شول۔ په دې كارروايۍ كښې د تيار كړې شوو دېسي سخت بمونو يوه زېرمه ٬ د چاؤدېدونكو توكو جوړولو سامان ٬ وسله او ګوله بارود برآمد كړې شول۔ ترهګرو په جوماتونو كښې ټارچر سېل هم جوړ كړې وو۔ د هند د آله كار ‘فتنه الخوارج’ لخوا د عبادت ځايونو د غندنې وړ دا بې حرمتي د اسلام بنيادي تعليمات څخه د بشپړ انحراف يو بل ښكاره ثبوت دے۔ آئی اېس پی آر ووئيل چې د افغان طالبان مرسته كونكي دا خارجي ترهګر اسلام سره هېڅ تعلق نه لري او د خېبر پښتونخوا او پاكستان غېرتمند او نېك اولس دا ډول بې حرمتۍ مسترد كوي۔ په پرېس ريليز كښې دا هم وئيلې شوي دي چې په سيمه كښی د ترهګرو كوم هم پټ ځاې ختمولو له د پاكستاني د امنيتي ځواكونو لخوا ‘سېنېټائزېشن آپرېشن’ روان دې۔ آئی اېس پی آر د دې عزم پخلې وكړو چې د عزمِ استحکام وژن لاندې د پاكستان د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كونكو ادارو لخوا د ترهګرۍ خلاف مهم به بشپړ قوت سره روان ساتلې شي دغسې چې هېواد څخه په غېر ملكي سرپرستۍ كښې د روانې ترهګرۍ نوغې ووېستلې شي۔(اے پي پي وا ١٧٠٥)











