اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار مفكر پاكستان علامه اقبال ته په درنو ټكو پېزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د علامه اقبال د خودۍ او خود انحصارۍ پېغام مونږ ته دا خبره په ګوته كوي چې د كوم قام اصلي قوت د دغې قوم كردار ٬ آزادانه سوچ او ثابت قدمۍ سره تړلې وي۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې …
د علامه اقبال ؒ د خودۍ او خود انحصارۍ پېغام د ملي قوت اصلي سرچينه ده: اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار مفكر پاكستان علامه اقبال ته په درنو ټكو پېزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د علامه اقبال د خودۍ او خود انحصارۍ پېغام مونږ ته دا خبره په ګوته كوي چې د كوم قام اصلي قوت د دغې قوم كردار ٬ آزادانه سوچ او ثابت قدمۍ سره تړلې وي۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې نائب وزيراعظم ووئيل په ننۍ ورځ قامي شاعر او فلسفي علامه اقبال ته پېرزوئنې وړاندې كولو كښې قام سره شريك يم۔ د هغه تلپاتې شاعري او د كال 1930ء تاريخي خطبه الہٰ آباد د نيمې اوچې مسلمانانو د جذباتو او هيلو ترجمان او د پاكستان د نظرياتي بنيادونو د تشكيل كېدو سبب وګرځېده۔ ده ووئيل د علامه اقبال د خودۍ او خود انحصارۍ پېغام مونږ ته دا خبره په ګوته كوي چې د كوم قام اصلي قوت د دغې قوم كردار ٬ آزادانه سوچ او ثابت قدمۍ سره تړلې وي۔ ده ووئيل راځۍ چې د هغه افكار او نظريات عملي كولو سره يو ترقي پسند ٬ سولييز او سوكالۍ پاكستان جوړولو له په ګډه كار كولو سره د هغه ورثې ته پېرزوئنې وړاندې كړو۔











