اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان میر علي سيمې موزك كلي كښې د استخباراتي معلوماتو په بنياد د امنيتي ځواكونو د بریالي عملیاتو او پېشه ور مهارت ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرو لخوا په جوماتونو کې د چاودیدونکو توکو ذخیره کول او د تاوتریخوالي د مرکزونو په توګه کارول د اسلام او مقدس ځایونو سپکاوی دې۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم …
ترهګرۍ لپاره د جوماتونو کارول د فتنة الخوارج د اسلام اساسي تعلیماتو څخه د انحراف څرګند ثبوت دې: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان میر علي سيمې موزك كلي كښې د استخباراتي معلوماتو په بنياد د امنيتي ځواكونو د بریالي عملیاتو او پېشه ور مهارت ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرو لخوا په جوماتونو کې د چاودیدونکو توکو ذخیره کول او د تاوتریخوالي د مرکزونو په توګه کارول د اسلام او مقدس ځایونو سپکاوی دې۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم د دفتر د رسنیو څانګې لخوا په خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې د هند لخوا تمویل شوې فتنه الخوارج لخوا د ترهګرۍ لپاره د جوماتونو په څیر مقدس ځایونو کارول د اسلام د اساسي تعلیماتو څخه د دوی د انحراف څرګند ثبوت دی۔ امنیتي ځواکونه او د قانون نافذ كونكې ادارې به د ترهګرۍ په بشپړه توګه له منځه وړلو لپاره په بشپړ ځواک سره خپل عملیات دوامدار ساتي۔











