د علامه اقبال فکر قومي ژوند لپاره د لارښوونې سرچینه ده؛ زده کړو، څېړنو او په خپلو پښو ادرېدو سره به د هېواد بنيادونه پياوړې كول وي: اسحاق ډار

اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) نائب وزیر اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي نن ټول قام شاعر مشرق ٬ حكېم الامت علامه اقبال ته د هغه د زېږېدنې په ورځ درناوې ډالۍ كوي ٬ د اقبال پېغام زمونږ قامي ژوند لپاره نن هم د لارښوونې سرچينه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د علامه اقبال د زېږېدنې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې په 9 نومبر …

اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) نائب وزیر اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي نن ټول قام شاعر مشرق ٬ حكېم الامت علامه اقبال ته د هغه د زېږېدنې په ورځ درناوې ډالۍ كوي ٬ د اقبال پېغام زمونږ قامي ژوند لپاره نن هم د لارښوونې سرچينه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د علامه اقبال د زېږېدنې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې په 9 نومبر 2026 لمانځلې شي۔ نائب وزیراعظم ووئيل اقبال د نيمې اوچې مسلمانانو ته د خپل شناخت ٬ حقونو او اجتماعي سباؤن شعور وركړو۔ هغه مسلمانانو ته سياسي بېداري او د يو آزاد وطن ترلاسه كولو له د ستړو كولو فكري جهت وركړو۔ د خپلې تاريخي خطبه الٰه آباد او شاعرۍ دلارې اقبال د يو داسې قام تصور وړاندې كړو كوم چې په خپل ايمان ٬ تهذيب او عزت نفس باور كولو سره خپل سباؤن په خپله جوړ كړي۔ نائب وزيراعظم ووئيل د اقبال پېغام نن هم زمونږ قامي ژوند لپاره د لارښوونې سرچينه ده۔ ده ووئيل نن به مونږ له ددې عزم كول وي چې مونږ په خپلو پرېكړو او عمل كښې د اقبال فكر له ځاې وركوو او يو داسې پاكستان جوړولو له به په ګډه كار كوو كوم چې په علم او عمل كښې وړاندې وي ٬ په معاشي توګه مضبوط وي او چرته چې انصاف ٬ مساوت ٬ يو برابر موقعې او د قانون سرلوړي د هر وګړي په ژوند كښې ښكاره ليدلې شي۔(اے پي پي وا ٢٠٢٢)

مزید خبریں