لاهور۔8نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د اتوار په ورځ په جاتي امراﺀ کښې د مسلم ليګ (ن) له مشر نواز شريف سره ملاقات وكړو او د خيبر پښتونخوا د امن او امان د وضعيت په اړه يې هغه ته باور ورکړ۔ د وزيراعظم د دفتر د رسنيو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې وزيراعظم شهباز شريف د هېواد د سياسي وضعيت او بېلابېلو مسئلو په اړه له …
د وزيراعظم شهباز شريف په جاتي امراﺀ كښې نواز شريف سره وليدل

مزید خبریں
لاهور۔8نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د اتوار په ورځ په جاتي امراﺀ کښې د مسلم ليګ (ن) له مشر نواز شريف سره ملاقات وكړو او د خيبر پښتونخوا د امن او امان د وضعيت په اړه يې هغه ته باور ورکړ۔ د وزيراعظم د دفتر د رسنيو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې وزيراعظم شهباز شريف د هېواد د سياسي وضعيت او بېلابېلو مسئلو په اړه له نواز شريف سره خبرې وکړې۔ وزيراعظم شهباز شريف نواز شريف د خيبر پښتونخوا د خلکو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره د وروستيو ګامونو ٬ روانو حکومتي اصلاحاتو په ځانګړي ډول اقتصادي اصلاحاتو او هېواد ته په پېښو ننګونو قابو موندلو له د پورته كړې شوې ګامونو په اړه خبر كړو۔ د وزيراعظم او نواز شريف ترمنځ د هېواد د سياسي چارو او د اقتصاد د ښه والي لپاره د اقداماتو په اړه تفصيلي مشاورت وشو۔ مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير سناتور اسحاق ډار او د پنجاب اعلی وزيره مريم نواز شريف هم په دې ملاقات كښې موجود وه۔











