اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سره ملاقات وكړو چې په كښې په خېبر پښتونخوا كښې د رېلوے نظام په لا پياوړې كولو او اولسي ضرورتونو سره هم آهنګ كولو له په بېلو وړاندېزونو غور وكړې شو۔ د اتوار په ورځ ډ ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په صوبه كښې د رېلوے …
د خېبر پښَتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سره ملاقات وكړو چې په كښې په خېبر پښتونخوا كښې د رېلوے نظام په لا پياوړې كولو او اولسي ضرورتونو سره هم آهنګ كولو له په بېلو وړاندېزونو غور وكړې شو۔ د اتوار په ورځ ډ ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په صوبه كښې د رېلوے سهولتونو په
پياوړې كولو ٬ مسافرو ته د زيات سفري سهولتونو وركولو او د رېلوے سروسز معيار ښه كولو سره په اړوندو چارو خبرې وشوې۔ په دې موقع د لنډي كوتل ټورسټ ټرېن په بحالۍ هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنرووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د رېلوے نظام ښه كولو سره به نه يوازې دا چې اولس ته سفري آسانۍ ترلاسه شي بلكې صوبه كښې تجارتي هلې ځلې او سېلګري به وده ومومي۔ په ملاقات كښی په خېبر پښتونخوا كښې د رېلوے بهترۍ ٬ د سېلكرۍ سهولتونو ودې او اولسي مسئلو حل كولو له د شريكو هڅو په حاجت اتفاق وكړې شو۔











