د فېډرل كانسېبلري سپېشل پروټېكشن ونګ او اېنټي رائټ ونګ د اولني بېچ پاسنګ آؤټ پرېډ ٬ د وفاقي وزير محسن نقوي د خاص مېلمه په حېث ګډون

چارسدہ۔ 08 نومبر (اے پی پی) د فېډرل کانسټېبلری سپېشل پروټېکشن ونګ او اېنټی رائټ ونګ د اولني بېچ پاسنګ آؤټ پرېډ دستوره د اتوار په ورځ وشوه ، په شبقدر ټرېننګ سېنټر چارسدہ كښې شوې دې باوقار دستوره كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ په تاريخ كښې په اولني ځل  د 35 مېرمنو په شمول څلورو واړو صوبو ٬ آزاد …

چارسدہ۔ 08 نومبر (اے پی پی) د فېډرل کانسټېبلری سپېشل پروټېکشن ونګ او اېنټی رائټ ونګ د اولني بېچ پاسنګ آؤټ پرېډ دستوره د اتوار په ورځ وشوه ، په شبقدر ټرېننګ سېنټر چارسدہ كښې شوې دې باوقار دستوره كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ په تاريخ كښې په اولني ځل  د 35 مېرمنو په شمول څلورو واړو صوبو ٬ آزاد كشمير ٬ ګلګت بلتستان سره تعلق لرونكي 983 ځوانان پاس آؤټ شول۔ وفاقي وزير د پرېډ معائنه وكړه۔ هغه ته يو چمتو ډلې سلامي وړاندې كړه۔ وفاقی وزیر د سپېشل پروټېکشن ونګ او اېنټي رائټ ونګ پېشه ورې تربيې مظاهرې وكتلې۔ داخله وزير د غوره كاركردګۍ څرګندونه كونكو ځوانانو ته انعامونه وركړل۔ په دې موقع پاس آؤټ شوې ځوانانو سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل فېډرل کانسټېبلری كوم چې دې څخه وړاندې فرنټیئر کانسټېبلری و داسې فورس دې د كوم تاريخ چې يو پېړۍ څخه زيات پخوانې دې۔ دا فورس د ترهګرۍ خلاف آپرېشنز، د سرکاری تنصیبات حفاظت، د قومی منصوبو سکیورټی، او د امن او امان په ذمه وارو كښې تر ټولو وړاندې پاتې شوې دې۔ داخله وزير ووئيل مونږ په دې فورس وياړوو۔ ده ووئيل تاسو په اولني ځل وفاقي  حكومت له د سپېشل پروټېکشن ونګ او اېنټی رائټ ونګ برخه جوړ شوې يۍ۔ ستاسو تحمل ٬ نظم وضبط او د فېصله سازۍ معيار به  په حساس حالاتو كښې امن په ځائې كولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ داخله وزير پاس آؤټ شوو ټولو ځوانو له مباركي وركولو سره ووئيل تاسو عزت ٬ اېماندارۍ او ذمه وارۍ سره ددې هېواد خذمت وكړۍ ٬ پاكستان په تاسو وياړي۔(اے پي پي وا ١٧٠٤)

مزید خبریں