وزيراعظم شهباز شريف د آذربائیجان د بريا په 6 مه سالګره صدر الهام علیوف او آذربائیجانی مېړني او ورور اولس له مباركي وركړه

اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د آذربائیجان د بريا ورځې په 6 مه سالګره صدر الهام عليوف او د آذربائيجان مېړني او ورور اولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د 8 نومبر ورځ د آذربائیجانی قوم د همت ٬ عزم او قربانيو يو داسې تاريخي علامت دې كوم چې نزدې درې لسيزې وروستو خپل سيمه ييز سالميت بحال كړو۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل …

اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د آذربائیجان د بريا ورځې په 6 مه سالګره صدر الهام عليوف او د آذربائيجان مېړني او ورور اولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د 8 نومبر ورځ د آذربائیجانی قوم د همت ٬ عزم او قربانيو يو داسې تاريخي علامت دې كوم چې نزدې درې لسيزې وروستو خپل سيمه ييز سالميت بحال كړو۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظزم ووئيل چې مونږ د آذربائیجان هغه شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كوو د كومو قربانيو چې دا بريا ممكن كړله۔ پاكستان په دې هم وياړ لري چې هغه په دغه وخت كښې هم آذربائيجان سره ولاړ پاتې شو او په راتلونكي كښې به هم دغسې ولاړ پاتې كيږي۔ وزیراعظم ووئيل تېر كال په باكو كښې د بريا ورځې پرېډ كښې ماته د ګډون كولو درناوې ترلاسه شو او دا دواړو هېوادونو ترمينځه د پياوړو اريكو عكاسي كوي۔ ده دعا وكړه چې آذربائیجان دې تل د ترقۍ پړاؤنه ترسره كوي  او د جنوبي قفقاز سيمه دې تلپاتي امن او ګډې سوكالۍ پلو دغسې روانه وي۔

مزید خبریں