اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د دېوالي اختر د خوشحالۍ په موقع په پاكستان او ګرده نړۍ كښې هندو ټولنې له مباركي وركولو سره وئيلي دي د پاكستان هندو ټولنه زمونږ د قامي ژوند لازمي برخه ده٬ د مذهبي اقليتونو د حقونو تحفظ زمونږ د ټولو ګډه ذمه واري ده۔ هغه دا خبره د دېوالي په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې په 8 نومبر …
د پاكستان هندو ټولنه د قامي ژوند لازمي برخه ده٬ د مذهبي اقليتونو د حقونو تحفظ زمونږ د ټولو ګډه ذمه واري ده: د صدر آصف علي زرداري د ديوالي اختر په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د دېوالي اختر د خوشحالۍ په موقع په پاكستان او ګرده نړۍ كښې هندو ټولنې له مباركي وركولو سره وئيلي دي د پاكستان هندو ټولنه زمونږ د قامي ژوند لازمي برخه ده٬ د مذهبي اقليتونو د حقونو تحفظ زمونږ د ټولو ګډه ذمه واري ده۔ هغه دا خبره د دېوالي په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې په 8 نومبر لمانځلې شي۔ صدر مملکت ووئيل دېوالي د رڼاګانو اختر دې كوم چې په بدو د نېكو ٬ په تيارو د رڼا او په مايوسۍ د اميد غالب كېدو علامت په توګه لمانځلې شي۔ ده ووئيل د پاكستان هندو ټولنه زمونږ د قامي ژوند يوه لازمي برخه ده ٬ د پاكستان هندو ټولنې د تعليم ٬ صحت ٬ كاروبار ٬ الوسي خذمت ٬ سماجي خېر ښیګړې ٬ فنون او كلتور په شمول بېلو څانګو كښې د قدر وړ خذمات ترسره كړي دي۔ صدر مملکت ددې عزم پخلې وكړو چې په پاكستان ټول وګړي يو ډول حق لري۔ صدر مملکت ووئيل قائد اعظم د يو داسې پاكستان تصور وړاندې كړې و چرته چې مذهب ٬ ذات پات يا عقيده د يو برابر شهريت او مساوي حقونو په لاره كښی ركاوټ نه وي۔ ده دعا وكړه چې د دېوالي رڼاګانې دې ټولو كورنو له خوشحالۍ ٬ ستونزو سره مخ كسانو له سكون او راتلونكي كال له نوې اميد راوړي۔











