اسلام آباد۔7نومبر(اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار سلاكار هارون اختر خان اعلان كړې دې چې وزيراعظم د آټو موټيو انډسټري پالېسۍ د حتمي مسودې منظوري وركړې ده٬ پالېسي به اوس غور او نورې منظورۍ له وفاقي كابينې ته وړاندې كولې شي۔ په ځائي كچه د مقامی د ګاډو تياري ٬ تحفظ ٬ الېكټرك ګاډو ته وده وركول او سپېځلتيا د نوې آټو پالېسۍ مهم ترجيحات دي۔ د …
وزيراعظم د آټو موټيو انډسټري پالېسۍ حتمي مسودې منظوري وركړه: هارون اختر خان

مزید خبریں
اسلام آباد۔7نومبر(اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار سلاكار هارون اختر خان اعلان كړې دې چې وزيراعظم د آټو موټيو انډسټري پالېسۍ د حتمي مسودې منظوري وركړې ده٬ پالېسي به اوس غور او نورې منظورۍ له وفاقي كابينې ته وړاندې كولې شي۔ په ځائي كچه د مقامی د ګاډو تياري ٬ تحفظ ٬ الېكټرك ګاډو ته وده وركول او سپېځلتيا د نوې آټو پالېسۍ مهم ترجيحات دي۔ د خالي په ورځ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ سره په ګډه خبري كنفرنس ته وېنا كښې ده ووئيل تېرې يوې لسيزې څخه بېلې پالېسۍ وضعه كولې ،بياهم هېواد مطلوبه برآمدي ترقي كولې نه شوه۔ ده په دې خبره زور راوړو چې حكومت اوس د آټو موټیو څانګې بنيادي كمزور لرې كولو او پالېسي اهداف په عملي معاشي نتيجو كښې بدلولوله په بشپړه او كوټلې تګلاره عملدرآمد كوي۔ده ووئيل په ځائي كچه د ګاډو تياري د وزيراعظم په ترجيحاتو كښې شامل دي ولې چې دې سره د روزګار موقعې رامخې ته كيږي ، صنعتونه وده مومي او معاشي خود انحصاري پياوړې كيږي۔











