نوې آټو پالېسۍ سره به عام وګړي ته ارزانه ٬معياري او ماحول دوست سورلي ترلاسه شي: عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔7نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرعطا تارړ وئيلي دي چې نوې آټو پالېسۍ سره به عام وګړي ته د ارزانه ٬ معياري او ماحول دوست سورلي ترلاسه شي۔د خالي په ورځ د وزيراعظم سلاكار هارون اختر سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل نوې آټو پالېسۍ ته ډېرې لېوالتيا سره سترګې په لاره وو۔ د پالېسۍ د تيارۍ په مهال ټولو همكارانو …

اسلام آباد۔7نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرعطا تارړ وئيلي دي چې نوې آټو پالېسۍ سره به عام وګړي ته د ارزانه ٬ معياري او ماحول دوست سورلي ترلاسه شي۔د خالي په ورځ د وزيراعظم سلاكار هارون اختر سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل نوې آټو پالېسۍ ته ډېرې لېوالتيا سره سترګې په لاره وو۔ د پالېسۍ د تيارۍ په مهال ټولو همكارانو سره مشاورت وكړې شو۔ وفاقی وزیر ووئيل د وزيراعظم هدايت دې چې متوسط طبقې له دې د ګاډو په صنعت كښی آسانۍ رامخې ته كړې شي۔ ده ووئيل زمونږ مېرمنې او زمونږ لونړا الیکټرک سکوټیز كاروي او د الېكټرك موټر سائیکلونو او سكوټرز كارول هم مخ په زياتېدو دي كوم چې دوخت مهم ضرورت دې۔ ده ووئيل وزيراعظم دې څانګې ته خصوصي پاملرنه كړې ده ٬ الېکټرک ګاډو ته وده وركول به د ماحوليات په ګټه وي۔ دې څخه د هېواد مخ په زياتېدونكي درآمد بل به كم شي۔ وفاقي وزير ووئيل كه د تېلو درآمد بل كم شي نو دا وسائل به د اولس په سهولتونو ٬ انفراسټركچر او د زده كړو په څانګو مصرف كړې شي۔ ده ووئيل نوې آټو پالېسي يوه بشپړه پالېسي ده په كومه كښې چې الېکټرک وهيکلز لپاره خصوصي مراعات اېښودلې شوي دي۔ ده ووئيل په ځائي كچه د ګاډو تيارولو ته وده وركول هم ضروري دي چې ورسره به هېواد كښې د روزګار موقعې رامخې ته شي۔ ده ووئيل په پالېسۍ كښې د عام وګړي سورلي او په پټرول چلېدونكې تر 800 سی سی ګاډي نه دي متاثره كړې شوې۔ ده ووئيل د عام وګړي د بجټ زياتره برخه په پټرول مصرف كيږي او د ګرانۍ په لويو سببونو كښې د تېل قيمتونه هم شامل دي۔ ده ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف لخوا د نوې آټو پالېسۍ اجر د سولر انرجي په څير يو انقلابي ګام دې۔ دې سره به كه پاك پروردګار ته منظور وي هر پاكستاني وګړي ته ارزانه ٬ معياري او ماحول دوست سولي ترلاسه شي٬ درآمد بل به كمي ٬ معيشت به وده ومومي او ګراني كمولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ په خېبر پښتونخوا كښې د نان كسټم پېډ ګاډو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په صوبه كښې اوس سپېځلې سېټ اپ موجود دې كوم چې په دې معامله كار كوي او دې حوالې سره يوه پالېسي جوړولې شي دغسې چې كوم ګاډې له رجسټرېشن بغېر نه وي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښی به د ترهګرۍ په پېښو كښې هم دا ډول ګاډي كارول كېدل۔ په صوبه كښې نورې چار هم سمولې شي او دا مسئله به هم حل كړې شي۔

مزید خبریں