اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني پاكپتن كښې په ديپالپور سړك د بس او ټرېلر ترمنځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې د ګڼ شمېر مسافرو په حق رسېدو او ژوبل كېدو د افسوس څرګندونه كړې۔ د سېنېټ چيئرمېن په پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره ووئيل چې په دې پېښه …
د سينيټ چيئرمېن د پاكپتن ترافيكي پېښه كښې د ګڼ شمېر قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني پاكپتن كښې په ديپالپور سړك د بس او ټرېلر ترمنځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې د ګڼ شمېر مسافرو په حق رسېدو او ژوبل كېدو د افسوس څرګندونه كړې۔ د سېنېټ چيئرمېن په پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره ووئيل چې په دې پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان راته ډېر افسوس شوې۔ ده ووئيل چې په دې سخت وخت كښې مونږ د غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو او لاس په دعا يو چې لوے څښتن دے ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔سيد يوسف رضا ګېلاني په پېښه كښې ژوبل شويو كسانو له د زر روغتيا دعا كولو سره په اړوندو چارواكو زور راوړو چې هغوي ته غوره طبي آسانۍ وركول باوري كړي او د هغوي درملنو كښې دې هېڅ ډول بېغوري ونه كړې شي











