اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئېلي دي چې سياسي حكومتونه ځي راځي٬خو سول سروس د رياست مستقل ستن ده٬ او تر 2035 او دغې څخه وروستو د پاكستان مخ په وړاندې بوتللو ذمه واري د نوي نسل افسرانو ده۔ هغه نېشنل انسټي ټيوټ آف پبلك اېډمنسټرېشن اسلام آباد كښې د 40م سينئر مېنجمنت كورس پايې دستورې ته …
سول سروس د رياست د ملا تير دې ٬ تر 2035 او له دغې وروستو د پاكستان مخ په وړاندې بوتللو ذمه واري د نوي نسل افسرانو ده: ۔وفاقي وزير احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئېلي دي چې سياسي حكومتونه ځي راځي٬خو سول سروس د رياست مستقل ستن ده٬ او تر 2035 او دغې څخه وروستو د پاكستان مخ په وړاندې بوتللو ذمه واري د نوي نسل افسرانو ده۔ هغه نېشنل انسټي ټيوټ آف پبلك اېډمنسټرېشن اسلام آباد كښې د 40م سينئر مېنجمنت كورس پايې دستورې ته د خاص مېلمه په توګه خطاب كولو۔ په كوم كښې چې سروس ګروپ سره تعلق لرونكو 46 افسرانو د 16 اونيو تربيه بشپړ كړه۔ وفاقي وزير ووئيل چې په تندۍ سره بدلېدونكې صورتحال او د مصنوعي ذهانت دور كښې ادارو او قومونو لپاره خپل ځان عصري تقاضو سره هم آهنګ كول ضرورې دي۔ احسن اقبال وويل چې د تل پاتې قومي پرمختګ لپاره امن او امان٬سياسي استحكام او لږ تر لږه تر لسو كلونو د پالېسو تسلسل او بنيادي اصلاحات اړين دي۔ ده ووئيل هېواد كال 2017 كښې د پرمختګ په سفر روان شوې و او د وژن 2025 له مخې ريكارډ پرمختګ شوې٬ خو په كال 2018 كښې د سازش د لارې د پاكستان د پرمختګ عمل د سكډ توغندي نخښه جوړ كړې شو چې په نتيجه كښی يۍ په كال 2022 كښې هېواد دېواليه كېدو ته نزدې شو۔ ده وئيل اوس باكستان معاشي ستونزو څخه وتلو سره د استحكام په لوري روان دې او د اړان پاكستان پنځو ايز فريم ورك له مخې تر 2035 د معيشت حجم تر يو كهرب ډالر رسېدلو هدف مقرر كړې شوې۔ وفاقي وزير كورس كاميابۍ سره بشپړ كونكو 46 افسرانو له سندونه وركړل او د هغوي روښانه سباؤن لپاره يۍ د نيكو هيلو څرګندونه وكړه











