د ګورنر فيصل كريم كنډي په مشرۍ كښې په صوبه كښې د بجلۍ لوډشيډنګ د مسئلو په اړه غونډه

  پېښور 06 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ په صوبه كښې د بجلۍ لوډشيډنګ مسئلو په اړه غونډه وشوه۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په غونډه كښې چيف سيكرټري ډاكټر فخر عالم عرفان، د پيسكو چيف اختر حميد خان او د ټيسكو چيف زبير خان كنډي پشمول اړوند چارواكو ګډون كولو۔ په غونډه كښې ګورنر ته …

 

پېښور 06 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ په صوبه كښې د بجلۍ لوډشيډنګ مسئلو په اړه غونډه وشوه۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په غونډه كښې چيف سيكرټري ډاكټر فخر عالم عرفان، د پيسكو چيف اختر حميد خان او د ټيسكو چيف زبير خان كنډي پشمول اړوند چارواكو ګډون كولو۔ په غونډه كښې ګورنر ته په صوبه كښې د بجلۍ لوډشيډنګ، لائن لاسز، د بجلۍ بلونو ريكوري او د نورو اړوند چارو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔په دې موقع ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل چې د بجلۍ بل په باقاعدګۍ سره ادا كوونكې صارفينو ته د بجلۍ رسنه باوري كول د دوي بنيادي حق دے٬ د ټرانسفارمر په بنياد د لوډشيډنګ داسې نظام دې وضع كړې شي ورسره د اروند فيډر نور صارفين متاثره نشي۔ ده ووئيل په كوم فيډرز چې د بجلي د بلونو ريكوري كمه ده، هلته ريكوري ښه كولو لپاره موثره اقداماتو ته اړتيا ده، د سمارټ ټرانسفارمرز تنصيب څخه به د بجلي د غلا په مخنيوي كښې مرسته وشي۔ ده وويل چې د بجلۍ د غلا مخنيوي لپاره په اړوند څانګو مشتمل كمېټۍ فعاله كولو ته اړتيا ده او د بجلۍ غلا او په ميترز د ردوبدل كوونكو په ضد دې قانون سازي لا سخته كړې شي۔ ده ووئيل چې د بجلۍ د غلا مخنيوي او په لائن لاسز كښې كمي لپاره به كوټلې لائحه خپلول وي٬ اولس ته د بجلۍ د تعطل نه غېر رسنې لپاره دې ټول ترلاسه وسائل وكارولې شي، په صوبه كښې بجلۍ سره اړوندې اولسي ستونزې حل كول بايد لومړۍ ترجيج وي۔

مزید خبریں