اسلام آباد۔6 نومبر(اے پی پی) نېشنل انفارمېشن ټېکنالوجی بورډ (اېن آئی ټی بی) د وزیراعظم پاکستان "ډیجیټل پاکستان وژن" ته عملي شكل وركولو او په هېواد كښې کېش لېس معیشت ته وده وركولو پلو يو مهم سنګ ميل ترسره كړې دې۔ د اېن آئی ټی بی مرستې سره د تیار كړی شوي نوي "پاک اېپ" (PAK App) د لارې يوازې تېره مياشت اكتوبر كښی د بېلو سرکاری ډیجیټل ادائېګو …
د اېن آئي ټي بي لويه كاميابي ٬ د پاك اېپ د لارې 2 اربه 28 كروړه روپۍ قامي خزانه كښې جمع كړې شوې

مزید خبریں
اسلام آباد۔6 نومبر(اے پی پی) نېشنل انفارمېشن ټېکنالوجی بورډ (اېن آئی ټی بی) د وزیراعظم پاکستان “ډیجیټل پاکستان وژن” ته عملي شكل وركولو او په هېواد كښې کېش لېس معیشت ته وده وركولو پلو يو مهم سنګ ميل ترسره كړې دې۔ د اېن آئی ټی بی مرستې سره د تیار كړی شوي نوي “پاک اېپ” (PAK App) د لارې يوازې تېره مياشت اكتوبر كښی د بېلو سرکاری ډیجیټل ادائېګو په مد كښې 2 ارب 28 کروړه روپو څخه زيات رقم قامي خزانه كښې جمع كړې شو۔ د اېن آئي ټي بي وياند له مخې د آئي ټي وزارت دې اقدام سره وګړي د دفترونو چكرونه لګولو او قطارونو كښې اودرېدو څخه خلاص شوي۔ د دې ډيجيټل پلېټ فارم دلارې خپل كور پاتې كېدو سره د ګاډو ټوكن ټېكس ٬ د ګاډو ټرانسفر او د رجسټرېشن چالان ، ډومېسائل فيس او د نورو مهمو سركاري محصولاتو آن لائن ادائيګۍ ممكن شوې ده۔ دا خبره دې ياده وي چې د پاکستان کېش لېس او ډیجیټل معیشت پلو بوتللو كښې د اېن آئي ټي بي كردار مهم ثابتېږي۔











