د وزيراعظم شهباز شريف اړوند چارواكو ته هېواد كښې د سل فيصده ډيجيټل ادائيګو نظام جوړولو له د كوټلې تګلارې او ټاكلې مودې هدفونو وړاندې كولو امر

  اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف اړوند چارواكو ته په هېواد كښې د سل فيصد ډيجيټل ادائيګو نظام جوړولو لپاره د كوټلې تګلارې او ټاكلې مودې هدفونو وړاندې كولو امر كولو سره ويلي چې د ډيجيټل ادائيګو نظام كښې صارفينو ته پېښې مسئلې دې په سمدستي توګه حل كړې شي، د کيش لېس اکانومي ودې لپاره دې ګرد هېواد ته انټرنيټ رسنه او اولس ته …

 

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف اړوند چارواكو ته په هېواد كښې د سل فيصد ډيجيټل ادائيګو نظام جوړولو لپاره د كوټلې تګلارې او ټاكلې مودې هدفونو وړاندې كولو امر كولو سره ويلي چې د ډيجيټل ادائيګو نظام كښې صارفينو ته پېښې مسئلې دې په سمدستي توګه حل كړې شي، د کيش لېس اکانومي ودې لپاره دې ګرد هېواد ته انټرنيټ رسنه او اولس ته تر ټېکنالوجي لاسرسي باوري كړې شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د کيش ليس معيشت ودې په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې د کېش ليس معيشت وده د حكومت په اهمو ترجيحاتو كښې شامله ده ،  ددې په زړه پورې نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوېدي، د کېش لېس معيشت ودې لپاره د خزانې وزارتِ او ټولو اړوند رياستي ادارو د جاري کاميابو هڅې د ستائنې وړ دي۔ وزيراعظم اړوند وزيراعظم د راست کيو آر کوډ د لارې د صارفينو او مرچنټ  ترمېنځه ډيجيټل ادائيګۍ ته وده وركولو لپاره سکيم په حکومتي سرپرستۍ كښې د جاري ساتلو امر كولو سره ووئيل چې د راست کيو آر کوډ د لارې د ادائيګو نظام د حکومت کيش ليس معيشت وژن  په ترلاسه كولو كښې معاون ثابتېږي۔ وزيراعظم د بجلۍ او ګيس صارفينو ته  په يوټيليټي بلونو د درج کيو آر کوډ  د لارې د ادائيګو كولو ترغيب وركولو لپاره په ميډيا د موثره كمپائن چلولو امر وكړو۔ وزيراعظم ټولو وزارتونو او سرکاري ادارو ته د کيش ليس اکانومي په پلان د بشپړه عملدرآمد باوري كولو امر وكړو۔ په غونډه كښې د کېش ليس معيشت ودې په حواله په جاري اقداماتو بريفنګ وركولو په مهال ووئيل شول چې په ټولو وفاقي او صوبائي سرکاري ادارو كښې د ادائيګو په ډيجيټائزيشن كار په تندۍ سره روان دے او تر دسمبر كال 2026 به د زياتره ادارو ټولې ادائيګۍ په بشپړه توګه ډيجيټائز شي۔ په بريفنګ كښې ووئيل چې د بينظير انکم سپورټ پروګرام سل فيصد ادائيګۍ د ډيجيټل والټ د لارې كېږي، د انټرنيټ  په عدم موجودګۍ كښې ډيجيټل ادائيګو لپاره د جديد نظام په متعارف كولو كار روان دے، ګرد هېواد كښې د انټرنيټ رسنې لپاره د انفراسټرکچر جوړولو په اړه كار په تندۍ سره روان دے٬ په بريفنګ كښې ووئيل شول چې د 15 نومبر كال 2026 څخه د چېك آسان اسائنمنټ اکاؤنټس د لارې ادائيګۍ ختمولې كېږي، د 16 نومبر څخه به ګرد هېواد كښې د آسان اسائنمنټ اکاؤنټس ټولې ادائيګۍ د راست ډيجيټل نظام د لارې كولې شي او په دې لړ كښې ډي ډي اوز ته تربيه وركړې شوې ده۔ په غونده كښې وفاقي وزيرانو محمد اورنګزيب، شزا فاطمه خواجه، عطاء تارړ، جنيد انور چوهدري، علي پروېز ملك، سردار اويس لغاري، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء الله، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د سټيټ بينک ګورنر جميل احمد، ټولو صوبائي چيف سيکريټريز او د اړوند ادارو لوړ پورو ګډون كولو۔

مزید خبریں