د پاکستان او برتانیې د ترهګرۍ مخنیوي، سایبر جرمونو او نشه‌يي توکو په ګډون بېلابېلو برخو کښې د همکارۍ په زیاتولو اتفاق

  اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملکت طلال چوهدري سره د برتانيې د سېكورټي وزير ډين جاروس ليدلي۔ په داخله وزارت  كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلاويو په كچه هم تفصيلي مذاكرات شوي چې پكښې پاکستان او برتانيه د ترهګرۍ مخنيوي، سائبر کرائم او د نارکوټکس، اميګرېشن، نادرا، کوسټ ګارډز او د تربيې په پروګرامونو كښې شريكې مرستې …

 

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملکت طلال چوهدري سره د برتانيې د سېكورټي وزير ډين جاروس ليدلي۔ په داخله وزارت  كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلاويو په كچه هم تفصيلي مذاكرات شوي چې پكښې پاکستان او برتانيه د ترهګرۍ مخنيوي، سائبر کرائم او د نارکوټکس، اميګرېشن، نادرا، کوسټ ګارډز او د تربيې په پروګرامونو كښې شريكې مرستې ته په پراختيا وركولو سلا شوې دي۔ په دې موقع د ترهګرۍ مخنيوي په اړه مفاهمتي ياددښت ته زر تر زره حتمي شكل وركولو پرېكړه وشوه چې له مخې به ئې د برتانيه نيشنل کرائم اېجنسي (اېن سي اے ) او د پاکستان اينټي نارکوټکس فورس (اے اېن اېف) ترمېنځه مرسته په بشپړه توګه فعاله شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې په تېرو څو  كالو كښې د نشه اي توكو برتانيه ته د قاچاق 330 كېسونه ناكامه كړې شوې دي۔ ده د “اپ سکيل پراجيکټ” له مخې د پېشرفت ستائنه كولو سره ووئيل چې دا منصوبه د پاکستاني ادارو د كار استعداد زياتولو كښې كليدي كردار لوبوي۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو د داخله وزارتونو ترمېنځه د جوړ كړې شوې وركنګ ګروپ غونډه  زر تر زره په رابللو موافقت وشو۔  په دې موقع د برتانيې وزير مملکت ډين جاروس د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان د قربانيو اعتراف كولو سره د غېر قانوني اميګرېشن مخنيوي په لړ كښې د اېف آئي اے د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ په ملاقات كښې د برتانيه هائي کمشنره جين ميريټ، وفاقي سيکرټري داخله، د نادرا چيئرمين ، د اېف آئي اے ډي جي ، اے اين ايف ډي جي ، د اېن سي سي آئي اے ډي جي ، د پاسپورټ ډي جي ، د سوشل ميډيا ريګوليټري اتھارټي چيئرپرسن ، د اسلام آباد پوليس آئي جي ، چيف کمشنر او نورو سول او امنيتي اهلكارو هم ګډون كولو۔

مزید خبریں