اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د جمعې په ورځ د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) د وزيرانو کونسل د غونډې تيارو ته حتمي شكل وركولو لپاره د غونډې مشري كړې۔ د خارجه دفتر له مخې د اي سي او وزيرانو د کونسل غونډه به په 15 او 16 نومبر په اسلام آباد كښې كېږي۔ نائب وزيراعظم د غونډې …
د نائب وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه، د اي سي او د وزيرانو کونسل غونډې تياريانو جاج واخستل شو

مزید خبریں
اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د جمعې په ورځ د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) د وزيرانو کونسل د غونډې تيارو ته حتمي شكل وركولو لپاره د غونډې مشري كړې۔ د خارجه دفتر له مخې د اي سي او وزيرانو د کونسل غونډه به په 15 او 16 نومبر په اسلام آباد كښې كېږي۔ نائب وزيراعظم د غونډې په تيارو كښې په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره اړوند چارواكو ته امر وكړو چې د غونډې کاميابۍ او په ښه ډول تابيا باوري كولو لپاره دې نزدې شريكه رابطه او موثره مرسته په ځاې وساتلې شي۔ ده اي سي او لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سره د دې اميد څرګندونه وكړه چې په غونډه كښې د ګډون كوٶنكو پلاويو به په اسلام آباد كښې تود هركلے كولې شي او د سيمه ايزې مرستې ودې په حواله به د نتيجې وړ خبرې وشي۔ په غونډه كښې د خارجه وزارت سينئر چارواكو ګډون كولو۔











