د هېواد په 97 ټاكلې شوو ضلعو كښې د پوليو مخنيوي قامي كمپائن روان دې ٬ 2 كروړه 21 لكه كوچنيانو ته قطرې وركړې شوي دي: نېشنل اېمرجنسي آپرېشنز سېنټر

  اسلام آباد۔6نومبر(اے پی پی) د هېواد په 97 ټاكلې شوې ضلعو كښې د پوليو مخنيوي له د روان قامي كمپائن لومړو څلور ورځو په مهال 2 كروړ 21 لکه څخه زياتو كوچنيانو له څاڅكي وركړې شوي دي۔ د نېشنل اېمرجنسی آپرېشنز سېنټر (نېشنل ای او سی) له مخې دا كمپائن به تر 8 نومبر دوام لري۔ د كمپائن په مهال به د ګرد هېواد نزدې 2 کروړه 40 لكه …

 

اسلام آباد۔6نومبر(اے پی پی) د هېواد په 97 ټاكلې شوې ضلعو كښې د پوليو مخنيوي له د روان قامي كمپائن لومړو څلور ورځو په مهال 2 كروړ 21 لکه څخه زياتو كوچنيانو له څاڅكي وركړې شوي دي۔ د نېشنل اېمرجنسی آپرېشنز سېنټر (نېشنل ای او سی) له مخې دا كمپائن به تر 8 نومبر دوام لري۔ د كمپائن په مهال به د ګرد هېواد نزدې 2 کروړه 40 لكه كوچنيانو ته څاڅكي وركولې شي۔ دې كمپائن له 2 لكه څخه زيات پوليو وركرز خذمات ترسره كوي۔ تر دې دمه د پنجاب په 13 ټاكنو ضلعو كښې85 لکه 35 زره څخه زياتو كوچڼيانو ته څاڅكي وركړې شوي دي۔ د سندھ په 20 ضلعو كښې نزدې د 65 لکه 82 زره كوچنيانو وېكسي نېشن بشپړ شوې دې۔ د خېبر پښتونخوا 27 ضلعو كښې نزدې 44 لکه 29 زره كوچنيانو ته د پوليو څاڅكي وركړې شوي دي۔ د بلوچستان په 31 ضلعو كښې د 20 لکه 8 زره څخه زياتو كوچنيانو وېكسي نېشن بشپړ كړې شوي دي۔دغسې په اسلام آباد كښې 4 لکه 50 زره څخه زياتو كوچنيانو ته د پوليو قطرې وركړې شوي او د ګلګت بلتستان په 3 ضلعو كښې يو لك 60 زره څخه د زيات كوچنيانو وېكسي نېشن بشپړ شوي دي۔ د آزاد جمو وكشمير په 2 ضلعو كښې يو لك 92 زره څخه زياتو كوچنيانو ته قطرې وركړې شوي دي۔ نېشنل ای او سی مور پلار ته اپېل كړې دې چې پوليو وركرز ستاسو كوچنيان محفوظ كولو له ستاسو دروازې ته راځي دوي سره كومك وكړۍ۔ پولیو ډلې سره رابطې يا شكايت له قومی صحت هېلپ لائن 1166 او وټس اپ پېغام له 03467776546 نمبر كارول كېدې شي

مزید خبریں