استنبول۔6 نومبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د او آئی سی په غړو هېوادونو زور راوړې دې چې هغوي خپل منځه تجارت ته وده وركولو ، صادرات كښې زياتوالي ، د كوچنۍ او منځومانې درجې كاروبارونو (اېس اېم ایز) ته مالي آسانۍ رسولو او معاشي همكاري مضبوطولو له ګډ او عملي اقدامات وكړي۔ ده ووئيل د موجوده نړيوالو معاشي او جغرافيائي سياسي چېلنجونو په تناظر …
د او آئي سي هېوادونو ترمينځه تجارت او صادرات ته وده وركولو له ګډه تګلاره اړينه ده: جام كمال خان

مزید خبریں
استنبول۔6 نومبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د او آئی سی په غړو هېوادونو زور راوړې دې چې هغوي خپل منځه تجارت ته وده وركولو ، صادرات كښې زياتوالي ، د كوچنۍ او منځومانې درجې كاروبارونو (اېس اېم ایز) ته مالي آسانۍ رسولو او معاشي همكاري مضبوطولو له ګډ او عملي اقدامات وكړي۔ ده ووئيل د موجوده نړيوالو معاشي او جغرافيائي سياسي چېلنجونو په تناظر كښې د اسلامي هېوادونو ترمينځه اقتصادی يووالې او پالېسيو كښې همغږي اړينه ده۔ هغه دا خبره په استنبول كښې د اقتصادی او تجارتی همكارۍ قائمه کمېټۍ (کامسېک) 42 مې وزارتي غونډې د پايې سېشن ته او د او آئی سی غړو هېوادونو نمائندګي كولو په مهال خپل خطاب كښې وكړه۔ د غونډې مشري د تركيه نائب صدر جودت يلماز وكړه۔ وفاقی وزیر جام کمال خان ووئيل او آئی سی هېوادونه بلها قدرتي وسائل٬ جغرافيائي اهميت او د بشري سرمايې اعتبار سر پراخا معاشي استعداد لري كوم چې د مؤثرې همكارۍ او كوټلې پالېسيو د لارې په شريكه سوكالۍ كښې بدلېدلې شي۔ جام کمال خان د کسټمز او بنکاری نظام په ډيجټل توګه د بشپړولو ، د الېکټرانک تجارتی دستاویزات او ون ونډو پلېټ فارمز كارولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل دې اقدامات سره تجارتي مصاريف كمېدې شي او د پولې پورې غاړه تجارت آسان جوړېدې شي۔ هغه د مېرمنو او ځوانانو كاروباري ادارو په شمول اېس اېم ايز لپاره د خصوصي مالياتي آسانيو ٬ ګرېډټ ګارنټۍ ٬ تكنيكي مرستې او نړيوالو بازارونو ته د لاسرسۍ ښه كولو په حاجت هم زور راوړو۔ د فلسطين په مسئله د خيالاتو څرګندونه كولو سره جام كمال خان د فلسطيني اولس د خپلواكۍ حق لپاره د هغوي روانو ستړو له د او آئي سي هېوادونو د نه كمزورې كېدونكي عزم پخلې وكړو۔ ده په غزه كښې په اسرائيلي جارحيت او بشري بحران ژوره اندېښنه ښكاره كولو سره د مقبوضه بېت المقدس تاریخی او قانونی حیثیت متاثر كونكي اقدامات او د غېر اسرائيلي ودانيو پراخا كېدو غندنه وكړه۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې په فلسطين كښی دې د خلاف ورزيو فوري خاتمه وكړی شي او د ملګرو ملتونو اړوند قرارداونه عملي كول دې باوري كړې شي دغسې چې د فلسطين مسئله په عادلانه او بشپړه توګه حل كړې شي۔ جام کمال خان ووئيل د کامسېک د 42 مې غونډې كاميابۍ اصل معيار ددې په پرېكړو او سفارشاتو مؤثر عمل درآمد سره تړلې دې۔ ده په كوربتوب كولو د تركيه حكومت او اولس مننه كولو سره هيله ولرله چې د کامسېک 43 مه غونډه به د اسلامي هېوادونو ترمينځه اقتصادي همكاري لا مستحكمولو كښې مرستياله ثابت شي











