اسلام آباد۔6 نومبر(اے پی پی) د مصنوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د پاکستان تلپاتي معاشي پرمختګ ٬ د سرمايه كارۍ ودې او په نړيال معيشت كښې مؤثر مقام ترلاسه كولو له سياسي استحكام او د پالېسيو تسلسل بنيادي اهميت لري ، په روانه سيمه ييزه او نړيواله وضعه كښې پاكستان د كوم ډول بې ثباتۍ متحمل كېدې نه شي۔ ټي …
قامي ثبات او د هېواد ګټو ته به په سياسي اختلافات ترجيح وركول وي: احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔6 نومبر(اے پی پی) د مصنوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د پاکستان تلپاتي معاشي پرمختګ ٬ د سرمايه كارۍ ودې او په نړيال معيشت كښې مؤثر مقام ترلاسه كولو له سياسي استحكام او د پالېسيو تسلسل بنيادي اهميت لري ، په روانه سيمه ييزه او نړيواله وضعه كښې پاكستان د كوم ډول بې ثباتۍ متحمل كېدې نه شي۔ ټي وي چېنل سره مركه كښی وفاقي وزير ووئيل سیاسی اختلافات د جمهوري نظام برخه دي خو ددې څرګندونه بايد په جمهوري او آئيني دائره كښې پاتې كېدو سره وكړې شي۔ ده په هېواد كښې سياسي استحكام لپاره رارونو لس كلونو له د سياسي ميثاق تجويز وړاندې كولو سره ووئيل ټول سياسي قوتونه بايد په دې اتفاق وكړي چې هغوي به لانګ مارچ او دھرنو څخه ډډه كوي او هېواد كښې پرمختګ او معاشي هلو ځلو ته وده وركولو له به په زړه پورې چاپیريال په ځاې ساتي۔ ده ووئيل پاكستان سرمايه كارۍ لپاره د زړه راكښونكې هېواد جوړولو او د معاشي پرمختګ رفتار په ځاې ساتلو له به داسې چاپېريال رامنځته كول وي كوم سره چې د ځائي او نړيوالو سرمايه كارو باور مضبوط شي او د هېواد د پرمختګ اوږد مهاله هدفونه ترلاسه كړې شي











