اسلام آباد 06 نومبر(اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د جمو شهيدانو ته پيرزوزئنې وړندې كولو سره ويلي د جموں د شهيدانو ورځ د هغه كشميريانو د يادولو ورځ ده كوم چې د پاکستان په مينه كښې شهيدان كړې شوې وو، د جمو د شهيدانو قربانۍ د کشميريانو د تاريخ نه هېردونكې باب دے، د کشمير شهيدانو د خپلواكۍ خپل حق …
د جموں شهيدانو قربانۍ د کشميريانو د تاريخ نه هېرېدنكې باب دے : د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد 06 نومبر(اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د جمو شهيدانو ته پيرزوزئنې وړندې كولو سره ويلي د جموں د شهيدانو ورځ د هغه كشميريانو د يادولو ورځ ده كوم چې د پاکستان په مينه كښې شهيدان كړې شوې وو، د جمو د شهيدانو قربانۍ د کشميريانو د تاريخ نه هېردونكې باب دے، د کشمير شهيدانو د خپلواكۍ خپل حق لپاره ځانګړي قربانۍ وركړي۔ د جمعې په ورځ د كشمير چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل پاکستانې قوم به د جموں د شهيدانو سترې قربانۍ ټول عمري له يادې ساتي۔ د جموں د شهيدانو قربانۍ د نوي نسل لپاره د لارې مشال دے،پاکستان به د کشميريانو سياسي، اخلاقي او سفارتي حمايت جاري ساتي۔انجينئر امير مقام ووئيل د جمو د شهيدانو ورځ مونږ ته د كشميريانو قربانۍ او هلي ځلي يادوي۔ ده زياته كړه چې د كشمير مسئلې منصفانه حل سيمه كښې امن له اړين دے۔











