مثبت تنقيدد كول د هر چا جمهوري حق دے٬ خو په جمهوريت كښې سياسي اختلافات تر ذاتي دښمنۍ رسول نه دي پكار۔ ګورنر فيصل کريم کنډي

  پېښور 05 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي چې د صحافت او رياست خپل مېنځ كښې ژور تعلق دے٬ د رياست او معاشرے په جوړولو كښې د ميډيا کردار ډېر اهميت لري، خو بې لارې كوونكې معلومات خپرول د صحافت په څانګه يو شمېر نوې چېلجز رامخې ته كړې دي٬ د خېبرپښتونخوا خبريالانو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي …

 

پېښور 05 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي چې د صحافت او رياست خپل مېنځ كښې ژور تعلق دے٬ د رياست او معاشرے په جوړولو كښې د ميډيا کردار ډېر اهميت لري، خو بې لارې كوونكې معلومات خپرول د صحافت په څانګه يو شمېر نوې چېلجز رامخې ته كړې دي٬ د خېبرپښتونخوا خبريالانو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي او په صوبه كښې خبريالانو ته د رامخې ته مالي ستونزو پشمول د نورو مسئلو حل او دوي ته تحفظ وركولو لپاره موثره اقدامات روان دي۔ دا خبره ده د کونسل آف پاکستان نيوز پيپر ايډيټرز (سي پي اين اي) غړو ته په پېښور  كړې٬ ګورنر د سي پي اېن اي د غړو پېښور ته په راتګ هركلي كولو سره ووئيل چې سي پي اېن اي تل د هېواد پرمختګ او د مثبت صحافتي اقدارو وده كښې اهم كردار لوبولے دے٬ د خبريالانو د تجويزونو هركلے كوٶ او د دوي مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل لپاره هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔ ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل چې په صوبه كښې دا مهال د ترهګرۍ پشمول يو شمېر سنګين چېلنجز رامخې ته دي، په صوبه كښې امن و امان وړومبۍ ترجيح ده او په دې معامله به كومه سودا نه كېږي۔ ده ووئيل د  صحافت او رياست خپل مېنځ كښې ژور تعلق دے٬د  رياست او معاشرے په جوړولو كښې د ميډيا کردار ډېر اهميت لري، خو بې لارې كوونكې معلومات خپرول د صحافت په څانګه يو شمېر نوې چېلجز سره مخ كړې ده٬ د خېبرپښتونخوا خبريالانو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي او په صوبه كښې خبريالانو ته د رامخې ته مالي ستونزو پشمول د نورو مسئلو حل او دوي ته تحفظ وركولو لپاره موثره اقدمات روان دي

مزید خبریں