د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري سره د موسمياتي بدلون وزير مملکت ډاکټر شذره منصب وليدل

  اسلام آباد 05 نومبر  (اے پي پي) د توان وفاقي وزير (پاور ډويژن) سردار اوېس احمد خان لغاري سره د موسمياتي بدلون وزير مملکت ډاکټر شذره منصب پاور ډويژن كښې وليدل ٬ په دې مهال هېواد كښې د ماحول دوست توان ودې، ګرين انرجي ټرانزېشن او د موسمياتي بدلون چيلنجونو مخنيوي لپاره په شريكه تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پاور ډويژن وياند له مخې د توان وفاقي وزير …

 

اسلام آباد 05 نومبر  (اے پي پي) د توان وفاقي وزير (پاور ډويژن) سردار اوېس احمد خان لغاري سره د موسمياتي بدلون وزير مملکت ډاکټر شذره منصب پاور ډويژن كښې وليدل ٬ په دې مهال هېواد كښې د ماحول دوست توان ودې، ګرين انرجي ټرانزېشن او د موسمياتي بدلون چيلنجونو مخنيوي لپاره په شريكه تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پاور ډويژن وياند له مخې د توان وفاقي وزير سردار اوېس لغاري د توان په څانګه كښې په روان انقلابي اصلاحات رڼا اچولو سره ووئيل د پاکستان مجموعي انرجي مکس كښې پاك او ماحول دوست توان تناسب دا مهال 52 فيصده ته رسيدلې۔ده ووئيل تر كال 2036ء دا تقريباً 90 فيصده ته د رسولو هدف مقرر شوے۔ده ووئيل هېواد كښې په اولسي كچه د سولرائزيشن عمل عوامي تحريك د انقلاب شکل اختيار کړې۔ د ملاقات په آخر دواړو لارښودو دې خبري ته اتفاق وكړو چډ دواړه وزارتونه به شريكي رابطي لا مستحکموي دغسې چې هېواد له په آرزانه بيعه ، پائيدار او ماحول دوست توان وركړې شي۔

مزید خبریں