اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او سوډان د اوږدې مودې ورورولۍ اړيكې لا مستحكم كولو په خاص توګه تجارت او د سرمايه کارۍ پشمول دوه اړخيزه مرسته زياتولو كښې خوښي ښكاره كولو سره ووئيل پاكستان غواړي چې سوډان د خپل موجوده بحران نه بهر كېدو سره يو سوله ايز، مستحکم او د سوكاله هېواد په توګه رامخې ته شي٬ د دواړو هېوادونو …
وزيراعظم شهباز شريف سره د سوډان داخله وزير وليدل، سوډان سره تجارت، سرمايه کارۍ او په بېلو څانګو كښې مرسته زياتولو له د عزم څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او سوډان د اوږدې مودې ورورولۍ اړيكې لا مستحكم كولو په خاص توګه تجارت او د سرمايه کارۍ پشمول دوه اړخيزه مرسته زياتولو كښې خوښي ښكاره كولو سره ووئيل پاكستان غواړي چې سوډان د خپل موجوده بحران نه بهر كېدو سره يو سوله ايز، مستحکم او د سوكاله هېواد په توګه رامخې ته شي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه زراعت، دفاع، تعليم او په نورو څانګو كښې د مرستې بلها موقعې موجود دي۔ دا خبره ده د سوډان داخله وزير ليفټيننټ جنرال بابيکر سمرا مصطفیٰ علي سره په ملاقات كښې وكړه چا چې دوي سره د زيارت په ورځ ليدلي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د ګران مېلمه هركلي كولو سره ووئيل پاکستان سوډان سره خپلې د اوږدې مودې اړيكې مهمې ګڼي او مونږ غواړو چې سوډان د خپل موجوده بحران نه بهر كېدو سره يو سوله ايز، مستحکم او د سوكاله هېواد په توګه رامخې ته شي۔ وزيراعظم ووئيل چې پاکستان سوډان سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو كښې خوښي لري او زراعت، دفاع، تعليم او په نورو څانګو كښې د مرستې بلها موقعې موجود دي۔ ده ووئيل چې پاکستان د ملګرو ملتونو، اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي)، جي 77 او په نورو ګِڼ اړخيزه فورمونو د سوډان مرستې ته په درنه سترګه ګورو۔ په دې موقغ د سوډان داخله وزير پاکستان ته په راتګ په تود هركلي او مېلمستيا د وزيراعظم او حکومت پاکستان مننه وكړه۔ ده سوډان ته په رامخې ته مشکل صورتحال كښې د پاکستاني حکومت او اولس لخوا په انساني او طبي مرسته هم د وزيراعظم دمننه وكړه۔ د سوډان داخله وزير په سوډان كښې د امن او امان هلو ځلو په حواله په نړيوال فورمز د پاکستان د ملاتړ ستائنه كولو سره په منطقه كښې د امن ودې او ثالثۍ لپاره د پاکستان د هلو ځلو هم ستائنه وكړه۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، داخله وفاقي وزير محسن نقوي، وزير مملکت طلال چوهدري، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او اړوند چاروااكي هم موجود وو۔











