اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال او د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ ترمينځه ملاقات وشو، ملاقات كښې د وزيراعظم د سېلګرۍ صلاحكار سردار اياز پاکستان كښې د سېلګړۍ ودې په اقدامات او 2025-26 په کاميابيو بريفنګ وركړو۔ملاقات كښې د سېلګرۍ او لوبو ودي لپاره په قامي كچه موثره ادارو جوړولو او د صوبو ترمينځه ښه رابطه کارۍ په حاجت د …
د وفاقي وزير احسن اقبال د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ سره ملاقات،د سېلګرۍ ودې لپاره په قامي كچه د موثره ادارہ جاتي نظام په حاجت زور راوړې شو

مزید خبریں
اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال او د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ ترمينځه ملاقات وشو، ملاقات كښې د وزيراعظم د سېلګرۍ صلاحكار سردار اياز پاکستان كښې د سېلګړۍ ودې په اقدامات او 2025-26 په کاميابيو بريفنګ وركړو۔ملاقات كښې د سېلګرۍ او لوبو ودي لپاره په قامي كچه موثره ادارو جوړولو او د صوبو ترمينځه ښه رابطه کارۍ په حاجت د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل پاکستان كښې د سېلګرۍ ودي لپاره يو خپلواكه پاکستان ټورازم اتھارټي جوړولو ته اړتيا ده چې پكښې د څلورو واړو صوبو نمائندګان شامل وي او كوم چې په قامي كچه د سېلګرۍ هلي ځلي په كوټلي ډول مخ په وړاندې بوځي۔ده ووئيل پاکستان به د يو متحده سياحتي منزل په توګه په نړيواله كچه معارفي كول وي۔د وزير اعظم د سېلګرۍ صلاحكار سردار اياز ووئيل پاکستان ټورازم، سپورټس اېنډ فېملي فېسټيول 2026 په 6 ، 7 او 8 نومبر اسلام آباد كښې كيږي دغسې ليك ويو پارك پشمول د ښار په بيلو ځايونو سياحتي او تفريحي هلو ځلو اهتمام به كولې شي۔د فيسټيول کولو لپاره د نجي څانګي سپانسرشپ هم ترلاسه شوې۔











