خاص مرستيال مبارك زېب خان د رومانيه سفير ډاکټر ډين سټونيسکو سره وليدل

  اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال / د قبائلي سيمو وزير مملکت مبارك زېب خان په اسلام آباد كښې د رومانيه سفارت خانه كښې په پاكستان كښې تعينات د رومانيه سفير ډاکټر ډين سټونيسکو سره د خيرسګالۍ ملاقات وكړو۔ پاکستان كښې د رومانيه سفارتخانې د اړخه جاري شوې پرېس ريليز له مخې ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او پاکستان او رومانيه ترمينځه …

 

اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال / د قبائلي سيمو وزير مملکت مبارك زېب خان په اسلام آباد كښې د رومانيه سفارت خانه كښې په پاكستان كښې تعينات د رومانيه سفير ډاکټر ډين سټونيسکو سره د خيرسګالۍ ملاقات وكړو۔ پاکستان كښې د رومانيه سفارتخانې د اړخه جاري شوې پرېس ريليز له مخې ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او پاکستان او رومانيه ترمينځه د ملګرتيا اړيكو او مرستي لا مستحکمولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خبرو اترو په مهال د تعليم او هنرمندۍ ودې،ځوانانو خپلواكه كولو او روزګار موقعو پيدا کولو ، تجارت، سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستي، زراعت او كلي وال پرمختګ ، سياحت او ثقافتي تبادلو، فني تربيې او تکنيکي مرستي په بيلو اړخونو خبري اتري وشوي۔

مزید خبریں