کاناډا، ملګرو ملتونو او آغا خان فاونډېشن په پاکستان کښې د ګلګت بلتستان په ګډون د موسمياتي بدلونونو د مخنیوي، د روزګار فرصتونو د رامنځته کولو او د روغتیا په برخو کښې نوې پروژې پیل کړې

  ګلګت۔ 05 نومبر (اے پی پی) کاناډا، ملګرو ملتونو او آغا خان فاونډېشن په پاکستان کښې د ګلګت بلتستان په ګډون د موسمياتي بدلونونو د مخنیوي، د روزګار فرصتونو د رامنځته کولو او د روغتیا په برخو کښې نوې پروژې پیل کړې دي۔ په دې لړ كښې په پاكستان كښې د كاناډا هائی کمشنر طارق علی خان په ګلګت كښې د 15 ملین کېنېډین ډالر منصوبې ’’ری نیو‘‘ (RENEW) …

 

ګلګت۔ 05 نومبر (اے پی پی) کاناډا، ملګرو ملتونو او آغا خان فاونډېشن په پاکستان کښې د ګلګت بلتستان په ګډون د موسمياتي بدلونونو د مخنیوي، د روزګار فرصتونو د رامنځته کولو او د روغتیا په برخو کښې نوې پروژې پیل کړې دي۔ په دې لړ كښې په پاكستان كښې د كاناډا هائی کمشنر طارق علی خان په ګلګت كښې د 15 ملین کېنېډین ډالر منصوبې ’’ری نیو‘‘ (RENEW) پرانسته وكړه۔ د پرانستې دستوره كښې ووئيلې شوو چې د آغا خان فاؤنېډېشن په مرسته ددې منصوبې مقصد ګلګت بلتستان، چترال او د سندھ ضلعو ټھټھه او بدین كښې د سېلاب ځپليو طقبو بحالۍ ٬ د قدرتي آفتونو مخنيوي صلاحيت زياتولو او د موسمياتي بدلونو اثراتو كمولو له د اوږدې مودې اقدامات كول دي۔ د چارواكو له مخې د دې منصوبې د لارې به سېلاب ځپليو 14 ضلعو كښې نزدې 6 لکه 90 زره كسانو ته ګټه رسول وي۔  کېنیډین هائي کمشنر د 50 زره کېنېډین ډالر د يو بل مرستې اقدام اعلان هم وكړو۔ هائي كمشنر په شګر ضلع كښې د صحت يو مركز دوره كولو سره د’’صحت کا سفر‘‘ منصوبې پرانسته هم وكړه۔ په دې موقع د كانډا هائي كمشنر طارق علي خان ووئيل چې كاناډا په سختو حالاتو كښې او د قدرتي آفتونو په مهال د پاكستان پخوانې همكار پاتې شوې دې

مزید خبریں